Home+هغه الوتکه چې په ۲۰۲۵ کې والوته او په ۲۰۲۴ کې کښېناسته

هغه الوتکه چې په ۲۰۲۵ کې والوته او په ۲۰۲۴ کې کښېناسته

تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۷ مه) یوه مسافر وړونکې الوتکه په دې اوونۍ کې د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو ساعتونو کې د هانګ کانګ له هوايي ډګر څخه پورته شوه او د ۲۰۲۴ کال په وروستیو شېبو کې بیرته پر ځمکه کېناسته. دا نادره پېښه ده چې یوازې د نوي کال په لومړیو ساعتونو کې پېښېږي.

د Cathay Pacific CX880 الوتنه د جنورۍ د لومړۍ نېټې د شپې په ۱۲:۲۱ بجې د هانګ کانګ له نړیوال هوايي ډګر څخه پورته شوه او له شاوخوا ۱۲ ساعتونو پرواز وروسته د ډسمبر د ۳۱ نېټې د لاس انجلس په وخت د شپې په ۸:۳۳ د دغه ښار په هوايي ډګر کې کېناسته.

د کانکورد حیرانونکې الوتنه

له دې جلا په ۱۹۹۹ کال کې د ۲۰۰۰ میلادي کال د پیل په ترڅ کې، ایرفرانس خپلو مسافرو ته دا فرصت ورکړ چې د نوې زریزې پیل دوه ځله ولمانځي.

په دې توګه، مسافرو د کانکورد په یوه الوتکه کې د پاریس له شارل دوګول هوايي ډګره د جنورۍ د لومړۍ نېټې د شپې په ۱:۰۰ بجې والوته، ترڅو د ډسمبر د ۳۱ نېټې د شپې په ۱۱:۰۰ بجې د نیویارک جان ایف کینډي هوايي ډګر ته ورسیږي. دوی وکولای شول چې د زریزې جشن یوه ځل په پاریس او بیا په نیویارک کې ولمانځي.

کانکورد چې تر غږ چټکه وه، د ځمکې له ګرځېدلو څخه مخکې شوه او وبې کړای شول چې په دې نادره تجربه کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...