په کابل او نورو سیمو کې د ژمي د لومړۍ واورې تود هرکلی وشو، په خواله رسنیو کې د دې واورې تصویرونه او وېډیوګانې لاس په لای کېږي، هیلې دا دي، چې د خیر اورښتونه به د اوبو د کمښت ستونزې حل او اوسنۍ ککړه هوا پاکه کړي.
وایي کابل دې له سرو زرو خالي وي، خو په سپینو واورو دې پټ وي.
په اصل کې هم ککړه هوا او هم وچکالي، بشري ناورینونه دي، خلک د بې کارۍ له امله د کور تودولو لپاره لرګي نه شي اخیستلی، ډېر وګړي خو له ډېرانونو پلاستیکونه او وراسته توکي راټولوي او د کوټې تودولو لپاره یې په بخارۍ کې سوځوي، دې چارې هوا سخته ککړه او زهرجنه کړې ده، چې ښاریان یې پر بېلابېلو ناروغیوو په ځانګړې توګه د سینې خوږو او د سږیو پر ناروغیوو آخته کړي، چې تلفات هم لري او په تېره بیا ماشومان او د لوړ عمر خلکو ته د مړينې خطر دی، نو د واورې لپاره خوشحالۍ هم په دې هیله دي، چې ګوندې ککړه هوا به صافه کړي او ورسره به دا ناروغۍ هم ورکې شي.
کروندګر یې هم د خیر اورښتونه غواړي. خو په دې سره یادې ستونزې نه حلېږي، که د موسمي اورستونو او سیندیزو حوزو اوبه په مسلکي او عصري توګه مدیریت او مهار نه کړل شي، نو نه به ککړه هوا پاکه شي او نه به هم د وچکالۍ ستونزه له منځه لاړه شي.
د وچکالۍ له امله وګړي خپل کور کلی پرېږدي او ښار ته کډه کوي، خو سیندیزې اوبه مو وړیا، ایران او پاکستان خوري!؟
وېره ده، چې راتلونکی کال به بیا هم د غنمو کمی وي، ځکه للمي به ونه شي!
که مسوول چارواکي ملي ګټې لوړې ونه ګڼي او پر ملي پروژو داسې بنسټیز کار ونه کړي، چې خپلې اوبه مو مهار او په عادلانه توګه د اوبه خور عصري سیستم جوړ نه کړي، نو ولس به له دغو انساني ناورینونو هم ونه ژغورل شي! موږ وینو چې هر کال د سېلابونو له امله، ولس د سر او مال درانه زیانونه ګالي.
که واکمن د پاکستان او ایران ګټو ته ژمن نه وي، نو ولې له کونړ او لوېدیزې سیندیزې حوزې اوبه له پاکستان او ایرانه، نه راګرځول کېږي؟
که واکمن خپلواک وي، لومړی دې د کونړ پر سېند بندونه جوړ او بیه دې په کابل کې د شاتوت بند جوړ کړي، د شاتوت بند تړون له جمهوریت سره هند کړی او په وړیا مرسته یې جوړوي، چې لومړني کارونه یې لږ ترلږه هغه وخت پیل شوي وو. خو اوس ولې بند دي!؟
دغه راز پر کونړ سېند د نور مهمو بندونو نه جوړېدا هم پوښتنې را ولاړې کړې دي.
ایران ته هم د سلما او کمال خان بندونو اوبه ورخوشې کوي، ولې!؟
که له خلکو راټولېدونکې پیسې، د اوبو پر مدیریت مصرف کړل شي، نور هېڅ وارېدې شوې برېښنا ته اړتیا نشته، د اوبه خور سیستم په جوړېدا سره، شاړې مځکې ابادېږي، ښارونه پراختیا مومي او نوي ښارګوټې جړېدای شي، په دې توګه ولس په کار کېږي، د اوبو عزت مو خوندي کېږي، ځکه زموږ اوبه، زموږ عزت دی. دغه راز به کروندګر د وچکالۍ غم نه کوي نه به هم د سون توکیو غم او روغتیايي ستونزې وي، بلکې ولس به پرېمانه برېښنا ولري او هر څوک به د ککړې بخارۍ په ځای د کور او کارځای تودولو عصري سیستمونو خاوندان وي.