سه شنبه, جنوري 7, 2025
Home+د نړۍ تر ټولو پخوانی څراغ یا ګروپ 

د نړۍ تر ټولو پخوانی څراغ یا ګروپ 

تاند – د نړۍ تر ټولو پخوانی ګروپ یا څراغ، چې ۱۲۳ کاله پخوانی دی او لا هم کار کوي، د امریکا د کلیفورنیا ایالت د لیورمور د اطفایې یا اور وژتې په اداره کې کار ته دوام ورکوي.

دا عجیب او حیرانوونکی څراغ، چې ریکارډ یې د ګینس په کتاب کې ثبت شوی، له ۱۹۰۱ کال راهیسې د ښار اوسېدونکو ته رڼا برابروي.

د دې څراغ زوړوالی له دې کبله لا په زړه پوری کېږي چې څوک په دې پوه شي چې دا حتی په ۱۹۰۳ کال د رایټ وروڼو تر لومړنۍ الوتنې هم زوړ دی.

دا په ریښتیا د نړۍ له عجایبو څخه دی، او خلک له ټولې نړۍ څخه د دې ګروپ د لیدو لپاره لیورمور ته سفر کوي.

د دې څراغ رڼا دومره ثابته ده چې داسې ښکاري چې لا به هم سل کاله نور دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب