دوشنبه, جنوري 6, 2025
Home+اقتصادي پرمختګونه د نړیوالې همکارۍ پرمټ شوني دي

اقتصادي پرمختګونه د نړیوالې همکارۍ پرمټ شوني دي

سیدخان

په نننۍ دنیا کې اقتصادي تبادلې او نړیوالې همکارۍ د یوه هېواد د ودې او پرمختګ لپاره مهم او لازم اقدام او عمل پېژندل کېږي.

که موږ وګورو په نړۍ کې هغه هېوادونه ډېر چټک اقتصادي پرمختګ کوي چې اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي لري او له هر چا سره د اقتصادۍ همکارۍ په رڼا کې اړیکې جوړول غواړي.

چین داسې هېوادونو ښه او ژوندی مثال دی چې تقریبا سل کاله مخکې یو غریب او فقیر ملک و خو له شواوخوا سلو کالو راهیسې يې خپله اقتصاد محوره سیاست خپل کړی او نن موږ ګورو چې آن د نړۍ د تر ټولو لوی اقتصادي قدرت یعنې امریکا سره يې تقریبا ځان برابر کړی دی.

په دې برخه کې یو مهم ابتکار کمربند او لارې طرحه ده چې د چین له خوا معرفي شوې او اصلي هدف يې د هېوادونو ترمنځ د لارو جوړولو او ټرانسپورټي زیرساختونو پراختیا او وده ده.

دا طرحه د هېوادونو ترمنځ د خپلو اقتصادي او تجارتي تبادلو او همکاریو د زیاتولو لپاره هېوادونو ته د یوه مهم فرصت لامل شوې ده څو له دې لارې خپل اقتصادونه ښه کړي.

افغانستان هم له پخوا زمانو راهیسې تر نن پورې د شرق او غرب او په تېره بیا د مرکزي او ختیځې آسیا ترمنځ او دغه راز د ورېښمو لرغونې لارې د مهم ارتباطي پُل په توګه د کمربند او لارې د طرحې په عملي کولو کې هم مهم رول لوبولای شي.

دغه ابتکار به د افغانستان او چین د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو لامل شي او له برکته به يې په افغانستان کې لویو ټرانزيټي او رېل ګاډو د لارو په شان سترې بېخ بینايي پروژې جوړې شي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د آسانتیا او مالونو د انتقال او لېږد رالېږد له پروسې سره مرسته وکړي.

په دې برخه کې همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو له وارداتو او صادراتو سره مرسته کوي، بلکې په افغانستان کې د بهرنۍ پانګې له جذبولو او د دواړو ملتونو د اړیکو په جوړولو کې هم مرسته کولای شي.

افغانستان د خپل تاریخي او بډای فرهنګ په لرلو سره کولای شي چې له چین سره د مختلفو فرهنګونو په معرفي کولو کې مرسته وکړي او برعکس چین هم کولای شي چې په مختلفو برخو کې خپلې تجربې افغانستان ته منتقل کړي.

دا چې افغانستان د خامو موادو لکه د نفتو، ګازو، مختلف النوع قیمتي ډبرو په شمول پرېمانه طبیعي (دست ناخورده یا بکر) معدنونو په لرلو سره د چین اړتیاوې پوره کولای شي او په بدل کې يې چین هم د نويو ټکنالوژیو او پانګونو پر مټ په افغانستان کې د انرژۍ او خامو معدني موادو د منابعو په پراخولو کې مرسته کولای شي.

دغه راز د افغانستان او چین ترمنځ د علمي او ټکنالوژيکي همکاریو پراختیا یو اړین او ضروري امر ګڼل کېږي او افغانستان نن د بل هر وخت په پرتله نوې ټکنالوژۍ ته ډېره اړتیا لري.

افغانستان چې له څلورو لسیزو ډېر وخت دوامداره جګړه پکې تېره شوې او تقریبا ټول تاسیسات په ځانګړې توګه د لویو لارو سړکونه ویران شوي.

که څه هم له نېکه مرغه هلته جګړه ختمه شوې او سرپرست حکومت هم د ټولو سړکونو د بیا جوړولو او آن د ځینو نویو ټرانزيټي لارو د جوړولو لپاره اقدامات کړي او د ځينو کارونه هم بشپړ شوي، خو لا هم ډېر کارونه پاتې دي چې باید وشي.

موږ دغه کارونه له نوې ټکنالوژۍ پرته نشو کولای او دا ډېره مهمه ده چې له نړۍ سره په تېره بیا خپلو مهمو ګاونډيو لکه چین سره اقتصادي همکارۍ لا زیاتې کړو او نوې ټکنالوژي ترې واخلو چې په پښو ودرېږو او د پرمختګ لارې ته دوام ورکړی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب