تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۸مه) د امریکا نوی منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د کاناډا د لومړي وزیر جسټېن ټروډو د استعفا په غبرګون کې ویلي، کاناډا باید د امریکا یو ایالت شي.
ټرمپ ویلي، اوس د دې کار لپاره مناسب وخت دی چې اقدام وشي.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې د ټرمپ له قوله لیکلي: «که کاناډا له امریکا سره یو ځای شي، نو تعرفې به له منځه ولاړې شي، مالیات به راکم شي، او دوی به د روسي او چینايي بېړیو له ګواښونو بشپړ خوندي شي.»
ټرمپ زیاته کړې، چې د کاناډا ډېری خلک دا خوښوي څو هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت شي.
د ټرمپ په وینا امریکا نور هغه لوی سوداګریز کسرونه او اقتصادي ملاتړ چې کاناډا ورته د دوام لپاره اړتیا لري، نشي زغملی.
د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو پرون دوشنبه د لیبرال ګوند له مشرۍ او صدراعظمۍ دواړو نه استعفا ورکړه.
په دې سره کاناډا کې ۹ کلنه واکمني ختمه شوه او د معلوماتو له مخې راتلونکو ټاکنو ته هم بیا ځان نه کاندیدوي.
کاناډا خو رد کړه چې دا خوب دې اوبو ته ووایه
چې تاسو خپله په ویش کې یاست یعنی کیداي امریکا وویشل شي نو بیا نور هیوادونه ولی له ځان سره شریکوی