پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد؛ پاکستان دې د افغان کډوالو په زوره ایستل بند کړي

خلیلزاد؛ پاکستان دې د افغان کډوالو په زوره ایستل بند کړي

تاند ( سه شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۸مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له حکومته غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او جبري شړلو مخه ونیسي.

هغه په خپله ​​اېکس پانه لیکلي: “پاکستاني چارواکي باید له افغان کډوالو سره د غیر قانوني چلند او جبري اخراج مخه ونیسي.”

خلیلزاد داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې هممهاله ‏د بښنې نړیوال سازمان د کډوالو د حقونو د کمپاین فعال جېمز جینیون، د پاکستاني چارواکو له لوري د هغو سختو تعقیبونو، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورینونو په اړه بې‌پروا چلند چې له افغان کډوالو سره یې کوي، ناهیلی کوونکی بللی دی.

جینیون زیاته کړې، د دې پر ځای چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د درولو لپاره نړیوالې غوښتنې ومني، د ناهیلۍ خبره دا ده چې اوس دا لړۍ د افغان (ACC) کارټ لرونکو کډوالو ته هم رسېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې،.چې د پاکستان حکومت د “بهرنیانو د ستنولو ناقانونه پلان” د کډوالو او نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دی او د ټولو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

1 COMMENT

  1. د تاند محترمو غړیو ، تاسی د ما کومنت د ملی خائین د سی آی اي ستر جاسوس او د افغان ملت ستر دوښمن خلیلزاد باره کښی نشر نکړو ډیر افسوس پر تاسو چی تاسی دداسی ملی خائین دفاع له خاطره داسی عمل وکړ !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...