تاند ( سه شنبه د مرغومي – جدي ۱۸مه) د بښنې نړیوال سازمان د کډوالو د حقونو د کمپاین فعال جېمز جینیون وایي، د پاکستاني چارواکو له لوري د هغو سختو تعقیبونو، د بشري حقونو جدي سرغړونو او بشري ناورینونو په اړه بېپروا چلند چې له افغان کډوالو سره یې کوي، ناهیلی کوونکی دی.
جینیون زیاتوي، د دې پر ځای چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د درولو لپاره نړیوالې غوښتنې ومني، د ناهیلۍ خبره دا ده چې نوي ټاکل شوي پاکستاني حکومت اوس د دې ایستلو لړۍ د افغان (ACC) کارټ لرونکو کډوالو ته هم غځولې ده.
سرچینه وایي، د پاکستان حکومت د “بهرنیانو د ستنولو ناقانونه پلان” د کډوالو او نړیوالو بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دی او د ټولو افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
بل لورته پاکستان کې د طالبانو سفیر هم په اسلام اباد کې د ۸۰۰ افغان کډوالو په نیول کېدو خواشیني ښودلې ده.
یادې ادارې ویلي، چې نیول شوي کډوال له ځانه سره پوره قانوني اسناد لري او د بشر حقونو له ادارو یې غوښتنه کړې، چې په دې برخه کې جدي مداخله وکړي.