چهارشنبه, جنوري 8, 2025
Home+کومو هیوادونو په خپل تاریخ کې جنګ نه دی لیدلی؟

کومو هیوادونو په خپل تاریخ کې جنګ نه دی لیدلی؟

تاند (سې‌شنیه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه) اوکراین، د غزې تړانګه، لبنان، او سودان هغه هیوادونه او سیمې دي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې نوم له جګړې او وینې تویېدنې سره تړلی و.

سیاسي، ځمکني، مذهبي، او قومي اختلافات د تاریخ په اوږدو کې د جګړو اصلي عوامل بلل شوي دي. که څه هم داسې ښکاري چې بې جګړې یا له جګړې پاکه نړۍ یوازې یو خیال دی، خو ځینې هېوادونه شته چې تر اوسه یې جګړه تجربه کړې نه ده.

د لومړنۍ تمې خلاف، د سویس نوم، چې د یوه بې‌طرف هېواد په توګه پېژندل کېږي، د هغو هېوادونو په لیست کې نه دی چې تر اوسه یې جګړه نه ده تجربه کړې. سویس په ۱۸۴۷ میلادي کال، چې د نولسمې پېړۍ په نیمايي کې، د «سانډربانډ» په نوم د یوې مشهورې جګړې شاهد و.

دا په داسې حال کې ده چې داسې هېوادونه په رښتیا شته چې په خپل تاریخ کې یې جګړه نه ده لیدلې. د اروپا په شمال لویدیځ کې پروت هېواد، آیسلنډ، د دغو هېوادونو له ډلې څخه دی. آیسلنډ په خپل تاریخ کې هېڅکله په پوځي شخړه کې ښکېل شوی نه دی.

د آیسلنډ ټاپو له ۱۸۶۹ کال راهیسې نه پوځ لري او نه هم کوم نظامي ځواک. دغه هېواد په ۱۹۴۰ کال کې، د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کې، کله چې د نازي جرمني ځواکونو د ډنمارک خاوره ونیوله، خپلواکي ترلاسه کړه.

په پوځي شخړو کې یوه بله بې‌طرفه سیمه، واتیکان دی. واتیکان له ایټالیا څخه یو خپلواک هېواد ګڼل کېږي، که څه هم د ایټالیا د پلازمېنې روم په منځ کې محصور دی.

د اوشیانیا یا اقیانوسیې په سیمه کې پروت کوچنی هېواد، وانواتو، هم په خپل تاریخ کې جګړه نه ده تجربه کړې. دغه هېواد، چې د سیلانیانو د خوښې ځای دی، له یو شمېر ټاپوګانو جوړ دی.

په جنوبي اروپا کې پروت خپلواک هېواد سان مارینو هم له هغه وخته چې خپلواکۍ یې اعلان کړې، جګړه نه ده لیدلې. سان مارینو، د واتیکان په څېر، په بشپړ ډول د ایټالیا په وچه کې محصور دی. سان مارینو د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال بې‌طرفه و، خو یوازې د ۱۹۴۴ کال د سپتمبر له ۱۷مې تر ۲۰مې پورې د متحدینو او آلماني ځواکونو ترمنځ د جګړې شاهد و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب