سه شنبه, مې 20, 2025
Homeخبرونهایران وايي، له خپلو ټولو امکاناتو په کار اخیستلو له افغانستانه د...

ایران وايي، له خپلو ټولو امکاناتو په کار اخیستلو له افغانستانه د اوبو حق اخلي

تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی اسماعیل بقایي وايي چې تهران به له افغانستان سره له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د خپلو اوبو د حق د ترلاسه کولو لپاره ټولې موجودې وسیلې وکاروي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، بقايي ټینګار وکړ چې دا موضوع له هغه وخته د ایران لپاره په لومړیتوب بدله شوې، چې افغانستان د بندونو جوړول پیل کړل.

بقایي پرون (دوشنبې) د افغانستان د بندونو د پروژو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: «د بهرنیو چارو وزارت، د ملي ډیپلوماسۍ د مسوول په توګه، په پر له پسې ډول له ګډو او سرحدي سیندونو څخه د ایران د اوبو د حق موضوع د یوې ټاکلې اجنډا په توګه تعقیب کړې ده.»

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په هرات کې د پاشدان بند کار بشپړېدو ته نژدې شوی دی. دا بند پر هریرود سین جوړیږي.

بقایي زیاته کړه چې د هریرود له سرحدي سیند څخه د خپلو اوبو د حق د خوندي کولو لپاره د ایران هڅې د ۲۰۱۰مې لسیزې له لومړیو څخه پیل شوي دي.

طالبانو او د افغانستان مخکینیو حکومتونو په ځلونو ویلي چې د هلمند د اوبو د تړون پر اساس د ایران د اوبو حق ته ژمن دي خو د پرله پسې وچکالیو له کبله د سیندونو د اوبو اندازه کمه شوې ده.

بقایي وویل چې ایران د خپلو اوبو د حقونو په اړه ځانګړي تړونونه او اسناد لري. هغه ټینګار وکړ چې ایران له طالبانو څخه تمه لري چې دا موضوع د نړیوالو عرفي قوانینو، د چاپېریالي اصولو، او د ښه ګاونډیتوب د اصل پراساس جدي وڅېړي.

بقایي زیاته کړه چې په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیګدلي، په فعال ډول دا موضوع تعقیبوي، په داسې حال کې چې د تهران چارواکي په دې اړه له موجودو ټولو امکاناتو څخه کار اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...