تاند (سې شنبه، د مرغومي/ جدي ۱۸ مه) ټي ټي پي (TTP) ، چې پاکستان غیرقانوني ډله اعلان کړې، د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي پرسونل په نښه کولو ته به دوام ورکوي او د پوځ سوداګریزو ګټو ته به خپل بریدونه پراخ کړي.
د الجزیرې تلویزیون د راپور له مخې، دې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ژمنه وکړه چې د پاکستان پوځ پر مختلفو سوداګریزو شرکتونو به بریدونه وکړي. په دې شرکتونو کې ملي لوجسټیک سیل (NLC)، چې په راولپنډۍ کې میشته لوجسټیک اداره ده؛ فرنټیئر ورکس ارګنایزیشن (FWO)، چې په انجینیري او ساختماني چارو کې تخصص لري؛ د فوجي سرې شرکت؛ د پوځ له خوا چلیدونکې هستوګنیزې ادارې په ټول پاکستان کې؛ یو تجارتي بانک او ځینې نور شرکتونه شامل دي.
د پاکستان تحریک طالبان ولسي وګړو ته درې میاشتې وخت ورکړی چې له دغو پوځی ادارو سره خپلې پانګې وباسي او د دې شرکتونو کارکوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې د عاید لپاره بدیلې لارې ولټوي.
پوځ لا تر اوسه د ټي ټي پي دې بیان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی. الجزیرې تلویزیون هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) څخه د نظر وغوښت، خو ځواب یې ترلاسه نه کړ. تېره میاشت، پاکستاني پوځ په افغانستان کې هوایي بریدونه وکړل، چې موخه یې د دې ډلې احتمالي پټنځایونه وو. خو د پاکستان په هوايي بریدونو کې د شلو ماشومانو په شمول ښځې او نور ملکیان ووژل شول.
پاکستان پر طالبانو تور لګوي چې د TTP جنګیالیو ته یې خوندي ځایونه ورکړي چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه وکړي. افغان طالبان دا تورونه ردوي.
د دې ډلې غوښتنې د سختو اسلامي قوانینو پلي کول، د خپلو بندیانو خوشې کېدل، او د قبايلي سیمو د خیبر پښتونخوا صوبې سره د ادغام لغوه کول شامل دي. که څه هم په وروستیو کې ټي ټي پي له خیبرپښتونخوا سره د قابلي سیمو د ادغام په اړه له خپلې غوښټنې لاس اخیستی او په زغرده وايي چې له پوځ څخه د ټولې پښتونخوا د ازادۍ غوښتونکې ده.
ټي ټي پي په وروستیو کلونو کې په لوی قوت بدله شوې او د پاکستان په پښتني سیمو کې یې د پاکستان پوځ ننګولی دی. یوازې په ۲۰۲۳ کال کې د دې ډلې په بریدونو کې نژدې ۱۰۰۰ کسان — ډېری یې امنیتي پرسونل — وژل شوي دي.
تاوتریخوالي په ۲۰۲۴ کال کې هم دوام وکړ، چې د اسلاماباد میشته څیړنیزې موسسې “د څیړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز” (CRSS) دا کال په یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال وباله.
د CRSS د راپور له مخې، په تېر کال کې ۲۵۲۶ کسان په بریدونو کې وژل شوي — چې په کې نژدې ۷۰۰ امنیتي پرسونل، له ۹۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي، او شاوخوا ۹۰۰ وسلهوال شامل دي. دا شمېرې د ۲۰۱۶ کال د ۲۴۳۲ مرګژوبلې له ریکارډ څخه هم زیاتې دي.
د CRSS اجرايي رئیس، امتیاز ګل، خبرداری ورکړی چې د پاکستان تحریک طالبان خبرداری باید جدي وګڼل شي.
هغه الجزیرې ته وویل: “دوی په بشپړه توګه پوهېږي چې په دې جګړه کې د دوی پر وړاندې د پاکستان پوځ یو اساسي خنډ دی، او د دوی هدف دا دی چې پوځ ته زیان ورسوي او د دوی ګټې کمزورې کړي.”
په سویډن کې میشت امنیتي څېړونکي عبدالسید وویل چې د پاکستان تحریک طالبان بیان د دې ډلې په ستراتیژۍ کې “یو مهم بدلون” ښیي.
هغه الجزیرې ته وویل: «د مفتي نور ولي محسود تر مشرۍ لاندې، چې د ۲۰۱۸ کال له جولای راهیسې د TTP مشري کوي، یوه پالیسي جوړه شوه چې بریدونه یوازې په امنیتي ځواکونو محدود کړي. خو د افغانستان په برمل ولسوالۍ کې وروستي هوایي بریدونه، چې په کې ملکي وګړي هم زیانمن شوي، ممکن د ډلې دننه سختدریځو غړي پر خپله پالیسۍ بیا کتنې ته اړ باسي.»