تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان په یوه تازه خپره شوې مرکه کې ویلي دي چې د نړیوالو ځواکونو تر بشپړه وتلو یوازې څو ورځې وروسته د امریکا د استخباراتو ريیس مخکې له دې کابل ته تللی و چې د پاکستان د هماغه وخت د استخباراتو (آی ایس آی) رييس جنرال فیض حمید کابل ته لاړ شي.
منصور احمد خان د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کې په کابل کې د پاکستان سفیر و. ده د خپلې دندې په مهال په خپل سفر له بېلابېلو دولتي چارواکو سره لیدل او له دې کبله ځینو د وایسرای لقب ورکړی و خو وروسته د طالبانو حکومت ورڅخه وغوښتل چې بې اجازې هرې دولتي ادارې ته لاړ نه شي.
نوموړي ویلي:
“نړیوال ځواکونه له افغانستانه وتلي وو او ټوله نړۍ دې ته انتظار وه چې طالبان به څه ډول حکومت جوړوي. پاکستان هم په دې تمه و چې په افغانستان کې به څه کېږي؟ ایا لکه پخوا به د بېثباتۍ او کورنۍ جګړې لور ته ځي؟”
هغه زیاته کړه، په هغه وخت کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او داعش په اړه اندېښنې موجودې وې. نوموړي وویل:
“پر دې ټولو موضوعاتو خبرې کېدې. زه هلته وم او د نورو هېوادونو د استخباراتو استازي هم شامل وو.”
ښاغلي خان ومنله چې د فیض حمید له سفر وړاندې د امریکا د استخباراتو مشر هم کابل ته تللی و، “خو هغه سفر پټ و.”
د ده په وینا، د فیض حمید سفر هم باید پټ پاتې شوی وای، خو کله چې هغه د کابل سرینا هوټل ته ورسېد، معلومات یې رسنیو ته خپاره شول.
ظاهراً فیض حمید د پاکستان تر ټولو جګپوړی چارواکی او لومړنی بهرنی مقام و، چې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرزېدو وروسته یې کابل ته سفر وکړ. ویل شوي چې هغه د طالبانو په بلنه کابل ته تللی و، او هلته یې د طالبانو د هغه وخت د استخباراتو له مشر نجیبالله او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي وو. ده په کابل کې څه باندې یوه اوونۍ تېره کړه او همدغه موده کې طالبانو خپل موقت حکومت اعلان کړ او له ارګه یې د افغانستان ملي بیرغ ښکته کړ. له همدې کبله د ځینو په باور د طالبانو د موقتې ادارې په جوړولو کې فیض حمید رول درلود.
د طالبانو له واک ته په لومړیو ورځو کې کابل ته د سی آی اې د مشر سفر بلې کومې سرچینې تایید کړی نه دی. خو واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې بې له دې چې کومې ځانکړې نېټې ته اشاره وکړي، ویلي و چې د سي آی اې مشر ویلیم برنز په کابل کې د طالبانو له مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په پټه کتلي دي. دې ورځپاڼې دا کتنه له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د تخلیې د عملیاتو لپاره مهم بللی و.
کله چې پاکستان غواړی خپل ګندګي پاکه کړی یا پوښتنه وشي چې دا سفر مو ولی وکړ یعنی حقوقی او سیاسی اصولو له مخې صلاحیت او اجازه نلری نو دوی اوس تازه دا خبره نشر کړه چې امریکا ماته وخوړه لاړل ، ولی د دوی استخباراتي کس راغلی نو موږ هم راغللو.
اوس د پاکستان حکومت په فیض حمید نیوکه کوی چې باید کابل ته یی سفر نه وای کړی نو دوی پخپله وایی چې موږ ته د چای د ګیلاس غړپ د زهرو په غړپ بدل شو نو اوس تازه داسې ویل کیږی چې د دوی پوځ مشر عاصم منیر دوه ځلی له ټرمپ بابا سره یی کتلی ځکه هغه د دوی بابا ده هغه پخواني نظام (اشرف غنی) وخت کې یو ټویټ کې لیکلی وو چې امریکا په احمقانه ډول پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ورکړل خو پاکستان یې هیڅ هم ونکړل مطلب یی څه (….)
زمونږ د لوی افغانستان هر هغه افغان وګړی چی د پاکستان په نامه د داسې یوې شیطانی پروژې نه د ښو اړیکو تمه لری د هغه افغان په اسلامیت او افغانیت کی شک دی. اوس مونږ افغانان صرف له دې ډیر خوند اخلو چی د پاکستان شیطانی پوروژه د هغه اور په لمبو کی سوزی چی دوی پنځوس کاله مخکی پیل کړی وو.
یو ویښونکی خبر
داقصه به ټولواوریدلي وي ماهم په ډیرکوچنيوالي کي اوریدلي ده چي یوتاریاکي دغلوپلاس ورغلی ووهرڅه چي درلودل که نغدي پيسي وي که دسرلنګي وه که صدري وه خولنډه داچي هیڅ ئي ورپرینه ښول خوسړی ارام
ورته ولاړوواوهیڅ ئي ورته نه ویل دتلاښي په اخیره کي ئي دکمیس په جیب کی یوه کوچني ټوټه تاریاک پيداکړه چي غله به پوښتنه ځني کول چي داڅشي دي تاریاکي پرغله مرګوني حمله وکړه ویل پردي به ئي درسره
معلومه کړم.
اوس نوراغلودی خبري ته چي طالبانو ځانونه پوه کړي چي دافغانستان خلګ ترهرڅه درتیریږي,ږیره به پریږدي ددریشي پرځای به کمیس اوپرتوګ واغوندي دسروریښتان به هم کوچني کړي اولنګوټه به وتړي لمنځونه
خوزموږدپلاراونیکه څخه په میراث راپاته دین دي ځکه موږافغانان نوي نه یومسلمانان سوي دبله طرفه داسي ګنګوسي راځي چي پاکستان زموږپه حکومت کي فعاله حصه لري دمثال په ډول دپاکستان سفیرپه خپل
سرتجاران راټولوي خبري ورسره کوي اوپه تاصف سره په دغه تیروشلوکلو کي ځینو خلګوپه غلاواودبیګانه وپه جاسوسي پيسي پيداکړي اوس هغوي هم ملي تجاران دي چي غیرله پيسوپيداکولوڅخه بل نه په کلچرخبردي
اونه په افغانی ارزښتونو,په مجلسونوکي لکه کرزي اواشرف غني چي دایوب خان اودشیرشاه مډالونه دهغوخارجی جنرالانوپرسینه ورټومبل چي افغانان ئي وژلی دي .دغه بیګانه پرستان بیا دغه یخي لنګي دی چي پاکستاني
سفیرته ئي ورپرسرکوي دغه کسان اصلآدلنګوټي يا بګړي په ارزښت په افغانی ټولنه کي نه پوهیږي اونه ئي په تاریخ خبردي چي يوچاته لنګوټه ورتړل څه معني اومفهوم لري , خیرچي دموضوع څخه لیري
نسوطالبانوورونوته مي دامشوره ده چي دهمسایګانوسره دومره وکړي چي درسره کړی ئي دي زه دپاکستان سره هیڅ نوع دښمني نلرم هغه زموږورونه دي خصوصآ کله چي دروسانودیرغل په وخت کي موږهلته اوسیدلي
يوسره ددي چي کله کله به دپولیسودخواڅخه پدي نوم چي مهاجریوزوریدلي يوچي داپه پاکستان کي نوي خبره نده په یوه کي بله رایادیږي ,بیرته به هغه اولي موضوع ته ولاړسو طالبانوورونو تاسي هم افغانان یاست که
څه هم ډيروخت دخپل ټاټوبي څخه لیري پاته سوی یاست مګرکه تاسي دخپلوپلرونیکه ګانوڅخه پوښتنه وکړی هغوي به مودهیوادپه مینه باندي پوه کړي پرافغانانوخپل وطن ګران دی ټول شیان درسره مني خوکه ئي
درک کړه چي دهیوادازادي ئي ترخطرلاندي ده خصوصآ که پوه سول چی بیګانه موواکداره دي بیا لکه هغه تاریاکي دهیڅ شي پروانلري دداسي حالت سره به مخامخ سی چی بیابه سرونه لکه مچان په دواړولاسونوټکوي
وخت به درڅخه تیروي زموږهمسایګان ترامریکا اوروس نه ډيري وسلي لري اونه ډيري پيسي افغانستان ستاسي په شان باتورځوانان لري چي ثابته موکړل چي په جنګ کی ترښه هوډ بله ښه وسله نسته موږته ترلمرروښانه
سول چی زموږیوهمسایه هم بی خړوسترګوندي يوئي تربل بدتره دی د(دعبدالسلام ضعیف کتاب درواړوی څوواره ئي ولولي اودده ټولي خبري دزړه په غوږونوواوري )داخلګ چي دمقاومت ناري وهي قسم دی چي شاته
ئي پاکستان ولاړدی هغه دهیچاخپل اودوست ندي هغوي ته خپل هدف نه بلکي خپل اهداف مهم دي هغوي باندي ستااودبل افغان وژنه یوه ده په کمین کي ناست دي اوپه دعاوودخدایه هغه ورځ غواړي چي افغانان
بیاپه هرنوم چی وي په خپل منځ کي سره اخته سي اوپردوی بیادنعمتونوباران واوري.طالبانوورونو,مشرانوستاسوداولي دوري دحکومت ورځي درپیادکړي کله چی ستاسوحکومت له منځه ولاړپښتانه دطالب په نوم داشل
کاله وټکیده ,دژونداوانساني کرامت څخه په خپل هیوادکي بی برخي وه که خدای مکړه بیاتکرارسول نودټولوپښتنوکمبله هم درسره ټولوی که تاسوغواړي اوکه نه په ملي اوبین المللي سطحه پښتون اوطالب سره تړلی دي
دازموږوظیفه ده چي خپلي غاړي خلاصي کړونورنوستاسي کاردی چی څومره ودي مشوروروته غوږنیسی.
داهيه خبره وه چي د۲۰۲۲ کال دمارچ پر پنځه ویشتمه مي لیکلي وه چي هغه وخت دغه( منصوراحمد په کابل کي دپاکستان سفیروو اوپه هرخاي کي به ئی خلګ په خپل سر پرځان راټول کړی وه اوترخپلي کمبلي به ئی پښي دباندي غزولي اوپورته یادسوي تجارانوبه لنګي ورپرسرولي ځووروسته حکومت ورته متوجه سواودده دشوموفعلیتونومخه ئی ونیول) اوتاسي ئي اوس ویني چي زموږهغه غمخوره همسایګان چي زموږدهیواد دغمه خوب نه ورځي او(۴۵۰۰) تعلیمي بورسونه راکوي اوس ئي هغه دافغانستان قسم خوړلي پرځان راټول کړیدي اوزموږدهیوادوالودغه ارامي چی پسله ځلویښت کاله ئي پیداکړیده له منځه په وړي چي زما يه اند چي داارمان به ګورته ورسره یوسي. انشاآلله
عبدالله(احمدزی)
دمارچ دمیاشتي پنځویشتمه
۲۰۲۲ کال ې