پنجشنبه, اکتوبر 10, 2024
Homeخبرونهلاوروف وايي په مشروط ډول د ط البانو حکومت په رسمیت پېژني

لاوروف وايي په مشروط ډول د ط البانو حکومت په رسمیت پېژني

تاند(سې شنبه، د ثور ۶ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف نن وویل، روسیه غواړي چې د ط البانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت وپېژني خو شرط دا دی چې طالبان دا یقیني کړي چې پراخ بنسټه اداره جوړوي.

د انټرفکس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف په مسکو کې د ملګروملتو له سرمنشي انتوني ګوتیریش سره له کتنې وروسته یوې خبري غونډې ته وویل:«موږ غواړو چې په افغانستان کې نوي واکمنان په بشپړ ډول په رسمیت وپېژنو خو دا کار به هاله وکړو چې په دې پوی شو هغوی پر خپلو ژمنو عمل کوي او نه یوازې د خپل هیواد د ټولو قومي او مذهبي ډلو بلکې د ټولو سیاسي خواوو په ګډون حکومت جوړوي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، کله چې طالبانو دا ډول حکومت جوړ کړ، هغه مهال به مسکو د دوی د حکومت د رسمیت پېژندلو لور ته ګامونه واخلي.

روسیې که څه هم په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی او څو ځلې یې ویلي چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو ته تیار دی خو په دې ټینګار لري چې پخواني تنظیمونه باید د افغانستان په حکومت کې برخه ولري.

د طالبانو د حکومت څه باندې اووه میاشتې وځي خو تراوسه هیڅ هیواد نه دی حاضر شوی چې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار د مخنیوي په شان افراطي اعمال سبب شوي چې حتي هغه هیوادونه چې په لومړیو کې لېواله وو چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني اوس له خپلې ارادې په شا شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب