شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد تلویزیون یو ویاند له ط الب پلوي سره د بحث په...

د تلویزیون یو ویاند له ط الب پلوي سره د بحث په خاطر د دندې پرېښودو ته اړ شو

تاند:(سې شنبه، د ثور شپږمه) د کابل نیوز په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون وياند جبران لوراند له یوه طالب مدافع سره له توند بحث وروسته، د دندې پريښودو خبر ورکړی.

نوموړي په خپله فیسبوک پاڼه کې په خواشينونکي ډول لیکلي:« نن مې له خپل ژوند، روح او مینې سره د خدای پامانۍ ورځ را ورسېده.»

هغه له ۱۴ کلنې دندې وروسته، له رسنيز فعاليت سره مخه ښه د‌ مور و پلار د مرګ هومره دردونکې ګڼلې.

 هغه زياتوي:« د هرې کلیمې په لیکو د اوښکو کاروان نه شم کنترولوی؛ دا اوښکې مې د دې لپاره نه دي چې، زه به وږی پاتې شم بلکې، په هرې اوشکې کې مې د دې سپېځلي مسلک یوه خوږه خاطره پرته ده.»

دغه ټلويزوني وياند دا هم ليکلي، چې په دې اړه ليکل لا ښايي ستونزې ورته وزيږوي.

جبران لوراند نه دي ويلي، چې دندې نه ځواب شوی، د طالبانو استخباراتو شکنجه کړی او که په بل دلیل یې خپله دنده خوشې کړې ده.

د دغه ټلويزوني بحث او ناندريو په اړه نور جزییات دلته لوستلای شئ:

د پغمان او قرغې په اړه د ط د یوه مدافع تورونو توند غبرګونونه پارولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب