یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پغمان او قرغې په اړه د ط د یوه مدافع تورونو...

د پغمان او قرغې په اړه د ط د یوه مدافع تورونو توند غبرګونونه پارولي

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) وروسته له هغې، چې د طالبانو يوه مطبوعاتي مبلغ نجیب الله جامع د کابل پغمان او قرغه مېله ځایونه په تېرو ۲۰ کلونو کې د فحشا د مرکزونو په نوم تورن شول، په ټولنیزو رسنیو کې یې زياتو افغانانو توند غبرګونونه پارولي دي.

په يوه تازه بحث شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د نجيب الله جامع په نوم د طالبانو يو پلوی له کابل نیوز ټلویزیوني شبکې سره د مرکې په وخت ياد شوی تور پورې کوي.

هغه له دې خبرې وروسته، د ټلويزيوني بحث د چلوونکي ( چې په خبره یې خپله هم د پغمان اوسیدونکی دی) له مسلسلو پوښتنو سره مخ کیږي.

نجیب الله جامع په دې مرکه کې تاييدوي، چې دی هم دغو مېله ځایونو ته تللی، خو په خبره یې د کوم بد عمل مرتکب شوی نه دی.

جامع د خبریال په تعقیبي پوښتنو اړ وځي، چې د خپلې ادعا په اړه له کوم سند لرلو په شا شي او ووايي، چې دا خبرې یې له خلکو څخه اوريدلي دي.

د هغه دغو څرګندونو ته په خواله رسنیو کې افغانانو توند غبرګونونه ښودلي دي.

ډېرو فعالانو په يادو مېله ځایونو کې خپل اخيستي عکسونه خپاره کړي او ويلي، چې دوی پغمان او قرغې ته د فحشا لپاره نه وو تللي.

د نوموړي په څرګندونو خلکو د طالبانو په حکومت هم نیوکې کړي او ويلي، چې تقریبا ټولو طالبانو سره د خلکو په اړه دغسې فکر دی.

نجیب جامع له دې څرګندونو وروسته ادعا وکړه، چې اوس طالبانو « اسلامي نظام» حاکم کړی او وضعیت بدل شوی.

يو شمېر کسانو په جمهوري نظام کې د نجیب الله جامع د کورنۍ او خپله د ده د نقش په اړه ځینې ادعاوې مطرح کړي او د دوه مخۍ او منافقت تورونه یې پرې پورې کړي دي.

نجیب الله جامع د غزني د پخوانۍ ولايتي شورا د مرستيال جامع ورور او خپله دی د امریکایانو پروژه يي قراردادي او د پارلماني ټاکنو ناکام نوماند ګڼل شوی.

ښاغلي جامع دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې ځينو نورو طالب مبلغينو هم ورته پارونکې سرغړونې لرلې.

څو ورځې مخکې د افغانستان يوې ټلويزيوني څېرې عبدالغفار کامياب، چې اوس طالبانو سره ملګری شوی او ځان د ملا برادر له نيږدې کسانو بولي، نه یوه مرکه کې د افغانستان ښځينه زده کوونکې تورنې کړې،‌ چې تر ۸۰ سلنې يې په ښوونځيو کې د کا په نوم نیشه یي تابلیتونه استعمالول.

په دې خبرو هم خلکو توند غبرګونونه ښودلي وو، چې غفار کامیاب يې له کبله ملت بښنه وغوښته.

6 COMMENTS

  1. زموږ کلیوال مدیر محمد نبی چی کابل پوهنتون کی د نجیب پرمهال برحال مدیر و د ۱۳۷۱ اوړی کی د ناامنی له امله بیرته کلی ته (میدان کی) را کډه شو موږ به ورسره کیسی کولی ده ویل کله چی اسلامی شوه او مجددی جمهورریس شو د همدی کال د جوزا په یوه ورځ چی ګرمی شروع شوی وه د کارته سخی جومات ته د جمعی د لمانځه لپاره راغی او امامت یی هم خپله وکړ په خبرو کی یی زرګونو خلکو ته وویل: ای برادرا شما شاهد استید که درهمین مسجد زنان را میرقصاندند او شراب میخوردند همطور نبود؟ ټولو خلکو یوبل ته حیران حیران وکتل. مدیر نبی ویل چی هغه وخت زما کور هم کارته سخی کی و د جنګو په شروع کیدو می پریښود راغلم کلی ته خو دا کیسه یی درووغ نه وه خپله په هغه ورځ جومات ته ورغلی و . د مجددی دا وینا یی دهغه وخت تلویزون کی هم نشره شوه ډیرو خلکو همدا کیسه کوله چی مجددی صیب د زرګونو خلکو ترمخی وویل چی دی جومات کی په کمونیستی کی رقاصی او شراب و… موږپښور کی تر دی اضافه کیسی اوریدی خلکو به یوبل ته قسمونه کول چی کمونیستی کی د کابل سیند کی په رڼا ورځ لوځې نجونی لامبی کله چی راغلو د کابل سیند کی لا اوبه نه وی، یو په چټلیو ککړ سیند و هسی نوم یی سیند و لامبو خو څه کوی نو دا ډول کیسی د افغانستان د سیاست ټولو اړخونو ته یوه مباح برخه ګرخیدلی یو بل پسی همداسی له حد زیات تیبلیغات کوی

  2. ۲.دابالکل سمه ده چی منکرات به و خو په همدی کابل کی ډیر مسلمان خلک هم اوسیدل او اوس هم اوسی د قرغی د فحاشیو موږ هم اوریدلی دی او د شارنو دهوټلو کیسی هم دروغ ندی خو باید له افراط ډډه وشی دا تابلیت هم خرڅیدل او حکومت هم ورباندی خبر و مخه یی نه نیوله خو اتیا فیصده خلکو به خوړل یا نه خوړل خدای خبر مطلب دا چی تبلیغ چی له خده زیات شی خپل تاثیر له لاتسه ورکوی مخکی ځای کم شو نیټ ودرید نو نیمه نوشته دوهم ځل راغله چی مطلب دا دی چی حقیقت ووایو د تیر دوری یو بد مثال د تلویزونو د نشراتو و چی څومره له چوکاټ وتلی و هیچا یی پوښتنه نه کوله خلک وایی چی شمال نه وی پاڼي نه خوزیږی فساد او منکرات و هیڅوک انکار نه کوی له همدی خاطره خلک د مفسیدینو او لنډغرو په ورکیدو خوښ دی خو تبلیغ یی د موجودیت تر حده باید وسی نه دا چی ټول وچ او لانده پکی راولو

  3. وحید خانه ستا دخبرو په تا ئید د طالب خبرې ريښتیا دي د کابل نازنینو نجونو داسې کارونه کول داسې کارونه په پيسو هر چیرته کیږي !!
    څه فکر کوۍ دادومره خارجیانو له ځانو سره کڅوړې راوړې وې ؟؟ نه نه هغوی له افغاني کڅوړو کار اخیست ! په کابل کې کلبونه او پټې مردګاو خانې وې ! له بلې خوا دا بشری ضرورت دی طالب یې هم مخه نشي نیوی او نه طالب د محشر د ورځې قاضی دی !!

  4. محمو د فضلا چې اوس په سودن کې سرې سترګې ګرزي د کابل ډیرې نازنیني له لاس تیرې کړې او هم نورو لوړ پوړیو !!

  5. خبره پدې کی نه ده چی د جامع ساب د ادعا صِدق یا کِذب ثابت سی بلکه خبره دا ده چی:
    دا به د یو مُرده ګو او بړوه او ګانډو او فرصت طلب کس خصلت وی چی په یوه نظام کی ځان د هغه نظام د پارلمان غړیتوب ته کاندید کړی او په بل نظام کی ځان د هغه نظام آتشین مدافع وګڼی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب