دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د ښځو په اړه / رحمت شاه فراز

د ښځو په اړه / رحمت شاه فراز

کتاب: د بدلون پر لور (وروستۍ برخه)

۱) آیا ښځې له عقلي او دیني پلوه ناقصه دي؟

په اسلامي نړۍ کې د ښځو په اړه یو ناسم او بې بنسټه تصور او انګېرنه چې له ځینو حدیثونو څخه پر غلط او ناسم برداشت او اخذ بنا ده، دود شوې ده. هغه دا چې په یوه حدیث کې نبي کریم ص ښځو ته په وینا کې ارشاد کوي چې ستاسو په عقل او دین کې نقص دی؛ او کله چې یوه ښځه ترې پوښتنه کوي چې موږ ولې ناقصې یو؟ نو نبي کریم ص په ځواب کې ورته وايي چې ستاسو د عقلونو نقص دا دی چې ستاسو د دوو شاهدي د یوه سړي له شاهدي سره برابره ده؛ او په دین کې ستاسو نقص دا دی چې پر تاسو حیض راځي او هغه مهال تاسو نه لمونځ کولی شئ او نه روژې نیولی شئ. 

د دې حدیث پر بنسټ، علماء په دې فکر و نظر دي چې ښځې ناقصه العقله دي او له ذهني او فکري پلوه کمزورې دي. کله چې علماء دا نظر وړاندې کوي، نو د دې یوه حتمي پایله دا را وځي چې یو ناقص العقله موجود ته باید په سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو کې برخه ور نه کول شي، ځکه دوی د خپل عقلي نقص له کبله سم قضاوت او اعتدال نه شي کولی؛ بل ټکی دا ترې راوځي چې ښځې د خپل عقلي نقص له کبله باید د سړو محکومې او په دوهمه درجه کې ژوند وکړي. له دې نظر څخه د پایلو لړۍ به تر هغو دوام لري، تر څو چې د دې حدیث اړوند خپل پوهاوي او برداشت ته بیا کتنه ونه کړو او د متنپوهنې او علم الحدیث په مټ د حدیث اصل مدعا او مطلب ته ځان ونه رسوو. 

په دې ځای کې بیا هم خپل بحث په څو ټکو کې را غونډوو: 

یو، په دې اړه هر څومره حدیثونه چې راغلي هغه ضعیف، د سند له پلوه تر ډېره منقطع، راویان یې د کمزورو حافظو او ضبط خاوندان او له خپلمنځي متني تعارض سره مخ دي. 

دوه، د دې حدیث په تشریح و تفسیر او له الفاظو څخه په معنا اخیستنه کې علماوو دا ټکی له پامه غورځولی چې پیغمبر ص څه ډول ټولنې، کلتوري او فرهنګي چاپېریال او اغېزمن دود و دستور ته په کتو دا خبره کړې. د عربو ټولنه یوه نرواکه ټولنه وه او ښځو د دوهمې او لاس لاندې طبقې په څېر ژوند درلود. ښځو له کور څخه دباندې چارو کې لاسوهنه نه کوله او تر ډېره پورې په کور پورې تړلې وې. (دا بېله خبره ده چې ځینو ښځو په سوداګریزو، علمي، ټولنیزو او سیاسي چارو کې هم ونډه لرله؛ خو د هغوی شمېر د ګوتو په شمېر وو.) 

طبیعي ده چې په دا ډول ټولنه کې به ښځه په ډېری چارو نه پوهېږي او پوهه به یې کمه وي. د ښځو همدې حالت ته په کتو په کاروباري او سوداګریزو چارو کې د ښځو شاهدي نیمايي ګڼل شوې او لامل یې دا ښودل شوی چې که چېرته یوه پکې غلطه شي، نو دا بله به یې غلطي اصلاح کړي. دا له دې امله نه ده چې ښځې له عقلي پلوه کمزورې دي، بلکې د کاروبار اړوند د هغوی کم پوهاوی دلته خنډ ګرځېدلی. 

د همدې قرآني اصول له مخې، نن ورځ قاضیان او قانون جوړوونکي کولی شي دا قانون وضع کړي چې په ټاکنو کې هغه بندیان په یوازې ځان ګډون نه شي کولی چې له تېرو لسو کلونو راهیسې په زندان کې وو او د هېواد له حالاتو څخه خبر نه دي، بلکې دوی مجبور دي چې د رایې ورکولو لپاره یو ازاد غړی هم د رایه اچونې خونې ته ورسره ننوځي. (که څه هم د رایه اچونې خونو ته به هر تن یوازې ننوځي.) او یا هغه لېونی چې همدا نن یې لېونتوب له منځه تللی وي، د هغه په اړه هم همداسې پرېکړه کېدای شي. نو آیا دلته به د هغه بندي او روغ شوي لېوني په اړه دا پرېکړه کوو چې عقلي نقص لري، نو ځکه باید دوه تنه ورسره لاړ شي؛ او که د هغوی د کمو معلوماتو او پوهې له امله دا قضاوت شوی؟ 

درې، له دې حدیث څخه یو بل ناسم استنباط دا دی چې ښځې ناقص العقله دي، خو سړي نه دي. دا بحث به څو شېبې یوې خواته کړو چې یو څوک ناقص العقله دي یا نه دي. خو دا یو بې بنسټه برداشت دی چې ښځې ناقص العقله بلل شوې، نو له دې څخه لازمي دا پایله واخیستل شي چې سړي کامل العقله شوو. او اوس دا وانګېرل شي سړي افضل شوو او ښځې اسفل! دا یوه بې بنسټه او بې ځایه پایله ده چې له دې حدیث څخه اخیستل کېږي. دا همداسې مثال لري لکه یو څوک چې دا خبره وکړي چې سړي احساساتي و جذباتي دي، نو ایا دا په دې معنا ده چې ښځې احساساتي نه دي؟

دا باید له یاده ونه باسو چې په سړو کې هم ډېری داسې شته چې د چارو په اړه د کم پوهاوي او ناوړتیا له امله ځینې چارې باید ور ونه سپارل شي. د دې یوه تر ټولو ښه بېلګه پخپله په نبوي دور کې پېښه شوه چې کله یو صحابي نبي کریم ص ته راغی او د یوې سیمې مشري يې ترې وغوښته، نو نبي کریم ص منع کړ او ورته ويې ویل چې ته د دې کار لپاره وړ نه يې. نو آیا له دې څخه نتیجه واخلو چې هغه صحابي (خدای مه کړه) ناقص العقل وو؟

څلور، په دې ځای کې ډېری کلمات په هغه معنا نه دي راغلي چې څه ډول برداشت موږ ترې کړی. په دې ځای کې د نقص معنا زیان، نیمګړتیا یا تاوان نه دی، بلکې د حدیث متن او د قرآن کریم ځینو آیتونو ته په پام سره دې پایلې ته رسېدلی شو چې دلته ترې مراد دا ده چې له تاسو نه په دنیوي امورو کې ځینې (لکه سیاسي، ټولنیز، علمي او فرهنګي) چارې پورته شوې او تاسو د هغو په هکله مکلف نه یاستئ؛ دغه راز، په دین کې هم ځینې چارې داسې دي چې د هغو کول پر تاسو نه دي لازم شوي او یا له تاسو پورته شوې دي. 

د دې لپاره دوه دلیلونه ورکولی شو: 

الف) که چېرته له نقص څخه د نیمګړي او یا تاوان معنا واخلو، نو د عطفي واو د موجودیت له کبله مجبوره یو چې همدا معنا د دین تر کلمې پورې تعدي کړو. چې په دې ډول به مو د الله تعالی د اصولو او حکمت په خلاف ګام اوچت کړی وي. په دې چې دا الله تعالی دی چې د حیض په حالت کې يې ښځې پر لمانځه او روژې نیولو نه دي مکلف کړې، او دا د ښځو لپاره یو زیان نه، بلکې د الله تعالی له لوري یو رخصت دی. آیا دا د یوه پیغمبر له ذات څخه لرې نه ده چې پخپله د دین وړاندې کوونکی او مبلغ دی، د الله تعالی له لوري ورکول شوی رخصت، یو زیان او نیمګړتیا وګڼي؟ 

او که په دې ځای کې همدا استنباط وکړو، نو بیا اړ یو چې د مسافر لپاره د قصر د لمانځه رخصت هم د مسافر لپاره د دین زیان وګڼو! دغه راز، د یوه ناروغ لپاره د روژې میاشتې رخصت، هم باید د دې ناروغ لپاره یو زیان وګڼل شي؛ او همداسې د دین نور رخصتونه هم در واخلئ. 

ب) بله کلمه چې دلته په هغه معنا چې په موږ کې دود ده او په هغه معنا نه ده کارېدلې، هغه د عقل کلمه ده. عقل په عربي ژبه کې ګڼې معناوې لري؛ او په دې ځای کې له عقل څخه مراد دنیوي امور او چارې دي، نه د هوښیارۍ او ځیرکۍ سرچینه. هره ژبه د خبرو او وینا کولو لپاره خپل انداز او طرز لري، په دې ځای کې د ناقص عقل اصطلاح په همدې ډول راغلې لکه موږ چې کله وایو چې پلانکی خو هېڅ عقل نه لري یا بې عقل دی، نو له دې نه خو هېڅ کله یو څوک دا معنا نه اخلي چې الله تعالی، هغه سړی له عقل څخه تش پیدا کړی، عقل يې نه دی ورکړی او تعقلي ځواک و قوه نه لري، بلکې زموږ هدف دا وي چې په دې موضوع کې هغه شخص پوهه، تجربه، معلومات او مهارت نه لري.

والله اعلم

۲) د ښځو د حجاب او پردې مسئله:

په اسلامي نړۍ کې د ښځو په اړه دوهمه لانجمنه او تر دې دمه ناحل شوې مسئله د ښځو د حجاب او پردې پورې اړوند ده. په دې اړه د علماوو ترمنځ دومره ګڼ او ژور اختلافونه دي چې په عملي ډګر کې یې مسلمانان لالهانده او سرګردانه کړي او د عمل کولو لپاره هېڅ نظر او موقف ته زړه نه شي ښه کولی. 

د دې یوه ښکاره پایله دا ده چې عادي مسلمانان دومره په تفریط اخته دي چې نن ورځ په دې اړه د اسلام دریځ ورته هېڅ مهم نه ښکاري او تر ډېره بریده د اسلام له چوکاټ څخه بهر وتي دي؛ بل خوا مسلمان علماء په خپل هماغه افراط ولاړ دي، او د قرآن کریم له آیتونو له ناسم استنباط او برداشت او په کمزورو او ضعیفو روایاتو باندې د تکیې له امله يې داسې دریځ غوره کړی چې له اسلام سره تر لرې لرې پورې سر نه خوري. په دې ځای کې دواړو لورو اعتدال او علمي و اکاډمیک بنسټ پرې ایښی او د افراط او تفریط خواوو ته کاږه شوي. 

په دې ځای کې یوازې د قرآن کریم پر یوه آیت چې په حقیقت کې په ټوله معنا د ښځو د حجاب او پردې په اړه بشپړ او جامع احکام لري، خبرې او بحث شوی؛ او هغو مسایلو ته کتنه شوې چې د حجاب تر حکم لاندې راځي. 

وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلاَ يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (النور: ۳۱)

ژباړه: او مؤمنو ښځو ته هم ووايه چې خپل نظرونه ښكته ساتي، د خپلو عورتونو ساتنه دې كوي او خپل سينګار دې نه ښكاروي پرته له هغه چې په خپله راڅرګند شي او په خپلو سينو دې خپل پړوني واچوي او خپل سينګار دې نه ښكاره كوي، مګر خپلو مېړونو ته، پلرونو ته، د مېړونو پلرونو ته، زامنو ته، د مېړونو زامنو ته، وروڼو ته، د وروڼو زامنو ته، د خويندو زامنو ته، خپلو خاصو ښځو ته، خپلو مريانو ته يې، خپلو هغو لاس لاندې نارينه وو ته چې شهوت والا نه وي او يا هغو ماشومانو ته چې لا د ښځو پټو خبرو باندې نه وي خبر شوي او خپلې پښې دې دومره په زوره نه وهي چې دهغوى پټ كړى سينګار څرګند كړى شي، او اې مؤمنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ ددې دپاره چې برى درپه برخه شي.

 د پردې او حجاب په اړه دا آیت دومره هر اړخیز او جامع دی، چې له هغه وروسته بل هېڅ آیت، روایت، حدیث او یا د علماوو اجماع ته اړتیا نه پاتېږي. په دې آیت کې هغه ټول موارد او لارښوونې ذکر شوې چې مؤمنې ښځې يې باید په پام کې ولري. په دې ځای کې د پردې هر حکم چې له دې آیت څخه استنباط کېږي، ټکی په ټکی بیانوو:

۱) له هېڅ مؤمنې ښځې سره نه ښايي چې یوه پردي نارینه ته له اړتیا پرته وګوري او د نارینه د بدن بېلا بېل غړي وڅاري، لکه په یوه حدیث کې چې راځي چې نبي کریم ص ښځو ته امر وکړ چې کله یو سړی سجدې ته لاړ شي، نو تاسو ورته مه ګورئ. 

که چېرته د یوه اړین کار له مخې اړتیا شوه چې ښځه او سړی له یو بل سره مخامخ شي، نو د دواړو لپاره تر ټولو وړ لاره دا ده چې یو بل ته له کتو پرته خپله ستونزه له یو بل سره حل کړي. په دې ځای کې دا نیوکه به بې ځایه وي چې یوې ښځې ته روا نه دي چې له پردي سړي سره خبرې وکړي، یا يې پردی سړی غږ واوري. د دې دلیل دا دی چې په نبوي دور کې به ښځې نبي کریم ص ته راتلې، له هغه به يې پوښتنې کولې او دې پوښتنې او ځواب ته به نورو صحابوو هم غوږ نیولی وو. د دې نیوکې په استناد کې چې کوم آیت وړاندې کېږي، هغه په حقیقت کې د نبي کریم ص مېرمنو او امهات المؤمنین ته لارښوونه شوې وه چې تاسو له پردیو نارینه وو سره په داسې انداز خبرې مه کوئ چې هغوی بل ګومان وکړي. په دې اساس، دا لارښوونه نن هم موږ د خپلو کورنیو ښځینه غړو ته کولی شو چې له پردیو سره په ډېر نرم انداز خبرې مه کوئ، خو لکه څنګه چې الله تعالی امهات المؤمنین له خبرو نه دې منع کړې، موږ هم دا حق نه لرو چې منع یې کړو. 

۲) د ښځو لپاره اړینه ده چې د خپلو عورتونو ساتنه وکړي او دا ساتنه یوازې په دې ډول نه کېږي چې له هغه ناوړه او پلیت عمل څخه ځان وساتل شي، بلکې د هغه پر لور ورغلي ټولې لارې هم بندې شي. په دې توګه، د همدې آیت له مخې ښځو ته پکار ده چې داسې جامې پر تن کړي چې عورتونه يې ترې ښکاره نه شي او نه هم باید شهوت پاروونکی لباس وي. په اسلام کې د جامو په اړه یوازې همدومره ویل شوي چې باید غټې او درنې جامې واغوستل شي.

۳) عموماً ښځې ځینې وختونه سینګار کوي، او د یوه حدیث له مخې ښځو ته د سینګار کولو امر هم شوی دی؛ په دې ځای کې قرآن کریم یوازې دومره اشاره کوي چې کله تاسو سینګار وکړئ، نو هغه نورو ته مه څرګندوئ، مګر هغه چې پخپله څرګندېږي. د پخپله څرګندېدونکي سینګار په هکله مفسرینو لیکلي چې له دې څخه مراد لاسونه او مخ دي؛ نو په دې اساس، له همدې آیت څخه په استنباط ویلی شو چې د مخ او لاسونو لوڅول د ښځو لپاره روا دي او هېڅ کوم شرعي ممانعت پکې نشته، البته که څوک د خپل طبیعت له مخې خپل مخ او لاسونه پټوي، دا د هغوی خپله خوښه ده، د کوم شرعي حکم اطاعت نه دی. 

په دې هکله د ځینو نیوکه دا وي چې پخپله مخ هم د ښځې زینت ګڼل کېږي، نو هغه هم په ستر کې راځي، مګر دلته څو ټکو ته پام پکار دی: 

یو، دلته له زینت څخه مراد (حسن او جمال) نه دی، د زینت په هکله د موسیقۍ په اړه اوږد بحث شوی، دلته یې بیا نه تکراروو. زینت له حسن او جمال سره توپیر لري. 

دوه، دلته له زینت څخه مراد هغه اضافي سینګار او ګاڼه دي چې ښځې یې په بېلا بېلو مراسمو کې کاروي، ښځې دې هماغه سینګار پټ وساتي. 

۴) ښځې باید پخپلو سینو پړوني او څادرونه واچوي او د بدن دا برخه باید په ښه ډول پټه کړي. د پړوني په هکله د الله تعالی حکم تر همدې ځایه دی، له دې وروسته په څادر (ټیکري) باندې خپل سر پټول د یوې ښځې د طبیعت او د ټولنې د کلتور له مخې منل کېدای شي، خو په دې برخه کې شرعي ممانعت نشته. 

دغه راز، د برقو یا حجابونو شرعي امر ګڼل خو د اسلام له اساسي لارښوونو څخه یوه بیخي لرې خبره ده، اسلام خو د سر پټول هم نه دي یاد کړي. په دې اساس، په پوره ډاډ او دلیل ویلی شو چې شنه برقه، تور حجاب او په څادر او ټیکري کې د سر پټول یو شرعي حکم نه، بلکې د ځینو ټولنو خپل دود او کلتور دی. 

۵) ښځې له خپل ښکاره کېدونکي سینګار پرته، پاتې سینګار او ګاڼه له دې ذکر شوو اشخاصو پرته هېچا ته هم د ښکارولو جواز نه لري چې هغه دا دي: خپل مېړونه، پلرونه، د مېړونو پلرونه، زامن، د مېړونو زامن، وروڼه، د وروڼو زامن، د خويندو زامن، خپلې خاصې ښځې، خپل مريان، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې شهوت والا نه وي او يا هغه ماشومان چې لا د ښځو په پټو خبرو باندې نه وي خبر شوي.

د دې ترڅنګ، د اسلام یوې بلې قاعدې او اصل له مخې چې د اضطرار او اړتیا اصل ده، ښځې کولی شي چې په سخت اضطراري حالت کې د خپل بدن هر غړی ښځینه و نارینه ډاکټر ته ښکاره کړي؛ خو دا رخصت یوازې او یوازې هغه وخت دی چې په حقیقي معنا سره د اضطرار حالت رامنځته شوی وي. 

۶) د تګ پر مهال دې ښځې هماغه چلند غوره کړي چې له یوه مؤمن سره ښايي یعنې ارامه، په وقار او میانه روی تګ باید ور خپل کړي. پکار نه ده چې د تګ پر مهال خبلې پښې دومره په زور ووهي چې د شاوخوا شته کسانو ور پام شي، او که چېرته په هغوی کې د کمزورو طبایعو ځوانان وي، نو د هغوی د شهوت او جنسي تقاضا د پارېدو لامل وګرځي. 

د دې آیت په اساس به یوه بل جزوي اړخ ته هم اشاره وکړو. دا آیت د هغو علماوو لپاره یو ښه ځواب دی چې د ښځو په بیرون تګ او ګرځېدو بندیز ږدي؛ ځکه که چېرته پر ښځو دا ډول بندیز وای، نو الله تعالی به ولې ورته فرمایل چې د تګ پر مهال پښې په زوره مه وهئ؟ همدا آیت پر دې دلیل دی چې د ښځو په بیرون ګرځېدو او د اړین کار لپاره د تګ په هکله هېڅ ډول شرعي ممانعت نشته. 

۷) د آیت په پای کې الله تعالی خپلو بندګانو ته چې ضعیف يې خلق کړي او پر دې عالم دی چې زما بندګان به ډېری مهال له نېغې لارې ښویېږي، شیطان به يې په ښو چارو سترګې ور پټوي او ناوړه او بد اعمال به ورته ښکلي کوي، امر کوي چې اې مؤمنانو تاسو ټول الله ته توبه وباسئ ددې لپاره چې برى درپه برخه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب