دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط پوهنې وزارت په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د مدرسو...

د ط پوهنې وزارت په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د مدرسو جوړولو اعلان وکړ

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) د طالبانو د پوهنې وزير مولوي نورالله منیر وايي، چې د دوی حکومت په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې د مدرسو جوړولو پلان لري.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي چې د سیمو نفوس ته په کتو سره به لویې او وړې مدرسې منظورې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د واکمنیدو له پیله یې تړلي او د پرانيستلو په اړه یې په کور دننه، سیمه يیزه او نړيواله کچه غوښتنو ته غاړه نه ږدي.

د طالبانو د نوي اعلان په اړه ځینې خلک خوشاله دي، خو ډېرو نورو ويلي چې طالب چارواکي په داسې خبرو خلک تېر باسي، لومړیتونه نه پېژني او هڅه کوي، چې له خپلو ناسمو پريکړو د خلکو مخ واړوي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې مخکې هم د افغانستان په نيږدې ټولو سیمو او ولسوالیو کې دیني مدرسې فعاله وې.

8 COMMENTS

  1. دینی مدرسة د هم وی خو مدرسي تخنیکي او تجارتي اقتصاد مسائل نشي حل کولی مدرسه یو زوړ دیني کلچر دی چې صفر ته تقرب کوي او په درد نه خوري ! دا له اولس سره ظلم دی چې مکتبونه یې تړلي دي ! دا در واغ دي ملا د مكتب نغواړي !

  2. د هغه افغان دې ژوند تبا سي چي مکتب ته يي شا کړې او د پنجاب غلامي ته مخ. تف لعنت په داسې افغانيت او ددوی په پنجابي اسلام. يو د خرتوب پړی پاتې دې چې افغانانو نه ده کړای دا به هم د ملا لنډي او ډيزلي کونيان کې واچوي

  3. طالبان دمدرسوپه جوړولو غواړی دمتخصصینوپه عوض ملایان تربیه کړی اوافغانستان تاریکودوروته په شاوګرځوی

  4. پاکستان په د تيرو څلوښتو کلونوکي ورانونکي د افغانستان د بربادي لپاره په خپله خاوره کي وروزل، اوس چي پاکستان طالبان د افغانانو له بي تفاوتي نه قدرت ته ورسول نو د خرمرګي او دجهالت لپاره يي دا دنده پاکستان طالبانو ته مستقيله وسپارله چي افغان ځوانان له مودرنه علم او معرفت نه لري او په عوض يي په مدرسو کي دپاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره د نړی په هر ګوټ کي دخرمرګي او جنګ لپاره وروزي. اوس په افغان اولس پوري اړه لري چي خپل بچيان د خرمرګي مرکز مدرسي ته او که مکتب استوي.

  5. په راتلونکو لسو کلونو کې به افغانستان ماشاءالله دومره زیات چړیان او ملایان وروزي چې په هر کلي کې به دوه درې جوماتونه د دوی د امامت لپاره جوړشي . د کلیو ترمنځ به د بې اتفاقي تخم وکرل شي . ملایان او چړیان به په اسقاطونو او خیراتونو کې د یو او بل حریفان وي او دوی به یو د بل پرضد خرمرګي جهاتونه هم شروع کړي .
    نور به ډاکترانو ، روغتونونو او کلینیکونو ته ضرورت نه وي . هر سړی او ښځه به د ملا دم ، دعا او تعویذ ته وخت نیسي . د ملایانو شکراني به د ډاکترانو فیس پرځای رسمي شکل غوره کړي .
    الوتکې به د چړیانو پواسطه الوزول کیږي او نور به مونږ پیلوټانو او د هغوی اوږدمهاله درس او تجربو ته ضرورت نه احساسوو.
    کمپیوتر ، زراعت ، انجنیري ، عصري طب ، ټولنیز او اقتصادی علوم به نور خپل ځای د تاریخ یوې دورې ته پرېږدی . مللا کراسي او د چړیانو چړچې به وو او پر نورو د کفر ټاپې .

  6. تا لیکلی چی الوتکی به د چړیانو په واسطه الوزول کیږی ؟؟؟
    وروره مدرسه کی خو د پیلوټی درسونه نشته، نو څنګه به بیلوټان شی لږ خو انصاف وکه دوی به پیلوت نه بلکه عالم دین شی بله خبره دی کړی چی هر کلی کی به دوه دری جوماتونه جوړیږی ایا د دومره مدرسو فارغانو ته په یو کلی کی د دوو یا درو جوماتونه کافی وی نه بلکی لس یا شل جوماتونه به هم کافی نه وی اوبل دا چی که ټول ملایان شی دا دهقانی ډریوری نجاری او سل نور کارونه به څوک کیی ؟ قدرمنه دغو پوښتنو ته که ځواب ورکړی ښه به وی او بله خبره دی کړی ملاکراسی ولی هرشی سره کراسی لیکل کیږی معنی یی څه ده یو خو ډمکراسی وه لاړه

  7. وحید جان ورور ته له سلامونو وروسته په درناوي سره د آخرې پوښتنې ځواب نه به ئې شروع کړم :
    کراسي یوناني کلمه ده چې معنی یې حکومت کول دي . مثلا دیموکراسي یعنې د خلکو حکومت ، اوتوکراسي چې فرانسوي کلمه ده د فردي حکومت په معنی ده لکه د سلطان یا پاچا فردي دیکتاتوري او دلته ملاکراسي یعنې د ملایانو واکمني یا حکومت . باید اضافه کړم چې مخکینی دولت ډمکراسي نه علاوه د افغانستان په تاریخ کې یوه پنجشیر کراسي ، انارشي او خپلسري دوره وه . مګر ټول کارونه یې باید له یوې مخې باطل نه کړل شي . ښو ته بې ښه او بدو ته به ئې بد وایو .
    له مخکېنۍ طنزیه لیکنې نه مقصد داده چې د دیني او اسلامي مدرسو جوړول یو نېک کار دی ، نور به افغان ماشومان د پنجاب په جاسوسخانو او د ایران په شیعه خانو کې نه روزل کیږي . خو مدرسې د یوې معاصرې ټولنې ټول ضروریات نشي پوره کولی . د مدرسو ترڅنګ ښوونځي ، پوهنتونونه ، اکادمیکې یا علمي زده کړې ضرور دي . مونږ باید دومره ملایان وروزو چې د هر جومات لپاره بس وي خو که د هغوی تعداد زیا ت شي بیا مجبور یو چې په هر کلي کې دوه درې جوماتونه ورته جوړ کړو .
    چړي او ټالب نه شي کولای چې پيلوټ ، ډاکتر ، انجنیر ، حقوق پوه ، اقتصاد پوه اوساینس دان شي . تاسو ولیدل چې په تېرو اتو نهو میاشتو کې د ملایانو حکومت داسې کوم کار ندی کړی چې د نړیوالو قناعت پرې حاصل شي او هغوی یې د یو مستقل دولت په حیث وپېژني . د افغانستان پرځای پاکستان زمونږ خارجي سیاست پرمخ وړي .
    باید تر ټولو ډېره پاملرنه علمي او معاصرو زده کړو ته وشي . نن د کمپیوتر او ساینس دنیا ده ، د ملا تعویذ د کوید 19 او سرطان ناروغۍ نه شي تداوي کولی . اوس د ملا یانو خوښه چې پوهنتونونه او ښوونځي پرانیزي چې له سیالانو سره سیال شو اوکه یې تړي چې د ټولې نړۍ خیرات خواره او محتاج شو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب