یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د زري کړکي د جایزو یوولسمه دوره

د زري کړکي د جایزو یوولسمه دوره

نن د اپریل درویشتمه (د ثور دریمه) د کتاب نړۍواله ورځ ده. د زري کړکي اکاډیمي د دې ورځې په مناسبت لیکوالو، د کتاب مینه والو او د کتاب د صنعت فعالینو ته د زړه له تله مبارکي وایي.

له ۱۳۹۰ کال راهیسې د هېواد یو شمېر منل شوي لیکوالان او نقادان د زري کړکي په نامه هر کال د افغانستان غوره لیکوالو او شاعرانو ته یوه ادبي جایزه ورکوي.

سږکال، د زري کړکي اکاډيمي ویاړ لري چې بیا هم د افغانستان د ادبیاتو دغه یوازینۍ جایزه چې د لیکوالو له خوا لیکوالو ته ورکول کېږي د هېواد د ادب او ژبو د غوړېدا له هيلې سره ادب دوستانو ته اعلانوي.

د ۱۴۰۱ لمریز کال د زري کړکي جایزه:

– د ښاغلي اصف مشال ناول «اطرافي »، او

– د ښاغلي احسان نیازي شعري ټولګې «مزار بی وطن» ته

ورکول کېږي.

د زري کړکي اکاډيمي ښاغلو آصف مشال او احسان نیازي ته له دې امله مبارکي وایي.

د ژوري پلاوی:

صدیق الله بدر

گلنور بهمن

رضا محمدی

محب الله زغم

مجیب مهرداد

د زري کړکي د جایزې پس منظر

د ۱۳۹۰ کال په ژمي کې یو شمېر افغانو لیکوالو او نقادانو، په هېواد کې د معتبرو ادبي جایزو نه شتون ته په توجه، وپتېیله چې هر کال د اپریل د درویشتمې (د کتاب نړۍوالې ورځې) په مناسبت د کال غوره کتابونو ته جایزه ورکړي. د کتاب د غوراوي له پاره دا معیارونه وټاکل شول:

  • نوښت
  • د ژبې کره والی، فصاحت او بلاغت
  • هنري توب
  • د دیموکراسۍ، ملي یووالي، بشردوستۍ، افغانيت او ادبي ژمنتیا ارزښتونه پالل
  • د کال په جریان کې خپاره شوي
  • د ادبیاتو ټول ژانرونه په نظر کې نیول کېږي (علمي، فلسفي او تخنیکي آثار یوازې هغه مهال غوره کېدای شي چې جوت هنري او ادبي کیفیت ولري)

د ادبي اثارو په ارزولو کې د ژوري هیأت غړي خپل ذوقي ملحوظات هم په نظر کې نیسي.

له هغه مهال راهیسې هر کال څو کتابونو ته د زري کړکي جایزه ورکړ شوې ده.

د یادولو وړ ده چې هغو لیکوالو چې د زري کړکي جایزه اخیستې یو شمېر یې وروسته نور جوایز او مډالونه هم تر لاسه کړي دي چې دا په خپله د زري کړکي د اکاډیمي د انتخاب اعتبار ثابتوي.

پس‌منظر جوایز کلک زرین

در زمستان سال ۱۳۹۰ شماری از نویسنده‌گان و نقادان افغان، با توجه به نبود جوایز معتبر ادبی در کشور، تصمیم گرفتند که همه ساله به مناسبت روز جهانی کتاب (بیست و سوم اپریل) به برترین کتاب های سال جایزه بدهند. برای انتخاب کتب معیار های زیر در نظر گرفته می‌شود:

  • ابتکار
  • معیاری بودن زبان، فصاحت و بلاغت
  • هنریت
  • توجه به ارزش های دموکراسی، وحدت ملی، بشردوستی، افغانیت و تعهد ادبی
  • کتاب باید در جریان یک سال قبل از تاریخ جایزه چاپ شده باشد.
  • همه ژانر های ادبیات در نظر گرفته می‌شوند (آثار علمی، فلسفی ړ تخنیکی تنها وقتی می‌توانند انتنخاب شوند که کیفیت هنری واضح داشته باشند)

در ارزیابی آثار همچنان داوران ملحوظات ذوقی خود را در نظر می‌گیرند.

قابل یاد آوریست که چندین شاعر و نویسنده بعد از آنکه جایزه‌ی کلک زرین را دریافت کردند به جوایز و مدالهای دیگر نیز دست یافتند که این خود نشانه ایست از اعتبار قضاوت داوران کلک زرین.

برنده‌گان جوایز در سال های قبل / په تېرو کلونو کې د جایزو ګټونکي

1391

۱/ سلګۍ غزل اریوبي 

۲/ نعیمه غني 

۳/ ښکلا ځدراڼ 

۴/ فرزانه احمدی 

۵/ کریمه شبرنگ 

1392

۶/ نجیبه ایوبي 

۷/ طوبی ندا ساپۍ 

۸/ نصیر احمد احمدي 

۹/ پروین ملال 

۱۰/ عبدالمالک عطش 

۱۱/ منیر احمد بارش 

1393

 ۱۲/ سیمین حسن زاده 

۱۳/ هادی میران

۱۴/ شاهین وفا 

۱۵/ اجمل ښکلی

۱۶/ حنیف حیران

1394

۱۷/ روح الله بهرامیان

۱۸/ مژګان فرامنش

۱۹/ اناهیتا روهی

۲۰/ میر احمد یاد

1395

۲۱/ طایر ځلاند

۲۲/ آریا حافظ کمال

۲۳/ سید شاه سعود

۲۴/ یاسین نګاه

۲۵/ ادهم کاوه

۲۶/ مصطفی هزاره

1396

۲۷/ لطیف بهاند

۲۷/ احسان الله درمل

۲۹/ نعیم آزاد

۳۰/ حمید میرزاد

۳۱/ علی مروج

۳۲/ امیر پیام

1397

۳۳/  مهتاب ساحل

۳۴/  نظیف تکل

۳۵/ عصمت الله زهیر

۳۶/ معصومه غرنۍ

1398

۳۷/ ګیتا سعید 

۳۸/ نرګس حسن زۍ 

۳۹/ سمیع الدین ارمان 

۴۰/ دستګیر فرهود

۴۱/ اجمل پسرلی 

۴۲/ هلال فرشیدورد

1399

1400

۴۳/ سید طیب جواد ،

۴۴/ محمد انور وفا سمندر ،

۴۵/ تمنا توانگر 

۴۶/ ډاکټر جنید شریف ،

 ۴۷/ محمد محق 

۴۸/ آمنه فنا سعیدي ،

۴۹/ عبدالجبار سروش (تاجیکستان)

۵۰/ قیصر اپریدی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب