یکشنبه, مې 5, 2024
Home+انس حقاني له انس حقاني سره څرنګه اوسي؟ 

انس حقاني له انس حقاني سره څرنګه اوسي؟ 

فرشته جلالزۍ

ملګرې مې راته ویل چې سکاټلنډ ته ور سره ولاړه سم.

د ایدنبرا پوهنتون ته تله چې د سکاتلندي فیلسوف ، ډیويد هیوم په اړه په یوه سیمینار کې ګډون وکړي.‌

مال یخ دی،‌ نه ولاړم.

خو د خپلې سیمې په کتابتون کې مې د هیوم د مقالو یوه ټولګه پیدا کړه.

انس حقاني

هیوم له هغو فیسلوفانو دی چې واقعیت یوازي د انسان د تجربې محصول ګڼي.

هیوم استدلال کوي چې اخلاقي  ارزونې (moral evaluation‌) د انسانو له منطق سره نه بلکه له احساساتو (sentiment/feelings)‌ سره تړاو لري.

مخکې مې فکر کاوه چې دهیوم دا نظریه زما ډېرو پوښتنو ته ځواب ورکوي.

خو نور سوالونه لرم چې ځواب یې نلري.

مثلا، څو ورځې مخکې انس حقاني د ټویټر په یوه سپیس کې خبرې کولې.

بحث د نیویارک ټایمز پر هغه راپور چې د طالبانو په واکمنۍ کې د پخواني اردو او پولیسو د عسکرو او منصبدارو د شکنجې او قتل اسناد او شواهد یې په کې خپاره کړي.‌

خو انس حقاني د نیویارک ټایمز راپور غلط، دروغ او تبلیغ وبلل.‌

انس ارامي خبرې کولې.‌

له مخاطبینو سره په چلند کې یې معلومیده چې د افغانانو ذهني جوړښت یې دقیق مطالعه کړی دی.‌

دنیویارک ټایمز د راپور د رد لپاره یې ، له خپله اړخه داسې دلایل وړاندې کړل چې منطق یې درلود.

خو د خبرو ارام لحن او منطق کې یې سخت، تریخ او ظالمانه انکار محسوس و.

د ډیویډ هیوم پر خبره مې فکر کاوه.‌

که د هیوم په فرمول کې ورته وګورو نو انس بې منطقه نه دی خو بې احساسه انسان دی.‌

ما داسې احساس کړه چې انس له هغو قربانیانو سره هېڅ ډول احساسي تړاو نلري چې پر کړاو  یې دومره له قصاوته ډک انکار کولائ شي.

خو په عین وخت کې مې پردې فکر کاوه چې انس حقاني شعر لولي او شعر لیکي.

که شعر د انسان له احساساتو سرچینه اخلي نو انس څرنګه  د میني، د فراق او زغم شعر لیکلائ سي؟

که دانس حقاني د ژوند تجربه جنګ، وژنې او قتلونه دي نو دا واقعیت چې پر مینه خبرې کوي له کومه راځي؟

په یوه انسان کې د دومره سخت ظلم طبعه  او  د میني‌ خیال څرنګه په یوه وخت کې اوسیدلائ شي؟

یو  انسان څرنګه کولائ شي چې له دومره لویو تضادونو سره په یوه جسد کې ژوند وکړي؟

انس ته خوب څرنګه ورځي؟

که ډیويد هیوم ژوندی وائ،‌ د همدې پوښتنو لپاره سکاتلند ته ورتلم.

خیر،‌ دا لاندې بیتونه مي لیکل او پر ځان یو څه بې باوره سوم.

ایا فکر کوئ چې ظالمانه دی؟

***

ته راسه جانانه

خیر،  بهار دي نه راځي

له ستورو دي اسمان خالي سي

وریځي دي وي

سار دي نه راځي

ټول، ژوندون دي‌ شپې وي

او شپې دي وي د ژمي

زما دي پکښې تبه وي

د مرګ خوږ مي دي ونیسي

سهار دي نه راځي

ټول ملک دي بزازان وي‌

کلکتې ته دي وی تللی

سیلونه دي راغلي وي

بنګال دي‌ اوبو وړی وي

او تار دي نه راځي

نوروز دي وي

نکریزي دي بوی نلري

لونګ دي وي وچ شوي

ګلان دي‌ توتکیو رژولي وي

عطار دي نه راځي

ناوۍ دي ساندي وايي

کنډ دي تمام سوي وي

او دړې د زرکو

پیکی دې ‌ سپیره پاته وي

خرکار دي نه راځي

فصل دي خزان وي

پالیز دی ږلی والی وي

زموږ د کلي‌ لوي‌ کاریز د وچ وي

ګودر دي شړیدلی وي

د پيغلو د خنداوو شڼهار دي‌ نه راځي

اختر دي سي

میله دي وي

کالي مي دي زاړه وي

بنګړي مي دي مات سوي‌ وي

خو تا ته انتظار دي‌ نه راځي

للمي مو دي کرلي وي

باران دي نه را اوري

سیبار دي وي

په ملک دي وچکالي وي

او د زاڼو هېڅ کتار دي نه راځي

یو ته راسه جانانه

خیر کابل دي‌ وي بدرنګه

په ارګ کی دي طالب وي

له دې ښاره چې تللی

بل هېڅ یار دي‌ نه راځي

لغاتونه:

سار – یو ښکلی مرغه دی

تار – د ټلګرام پیغام

کنډ – یو ډول سریښناکه مواد دي چې د ناوي پر ویښتانووهل کیږي

دړۍ – یو ډول زري کاغذونه دي چې د ناوي په ویښتانو او چوټیو به یې نښلول

خرکار – سوداګر چې کلي‌ ته میده سودا راوړي

توتکۍ- یوه کوچنۍ مرغۍ ده

ساندي – د غم ژړا (نارې)

سیبار – سیه بهار

4 COMMENTS

  1. د ھر شاعر شعر د احساساتو سرچینه نه اخلي
    ستا دا فکر چي انس شعر لیکي نو احساسات ھم لري اشتباہ دئ۔ دلیل یې دادئ چي که څوک د شاعری تخنیک زدہ کړ‎ي بیا کولائ سي چي شعر ولیکي او ښه شعر ولیکي۔
    نن د کمپییوټر په دنیا کي داسي د مصنوعی ذھانت (Artificial Intelligence) پروګرامونه ډیزاینېږ‎ي چي و سندربولو ته سندري ولیکي۔ کمپیوټر احساس نه لري خو سندري ته شعر لیکلای سي۔
    د بې احساسه سندري یوہ بېلګه:
    خیاطه ماته چي کمیس را جوړ‎وې
    لمن یه که پرې پرې پرې
    (عبدالخالق صادق)
    شاعر یې نارینه دئ خو په شعر کي د ښځینه کالو پرمایش کوي۔
    انس ھم د ھم ھغه کمپیوټر په شان بې احساسه شعر لیکي۔ زړ‎ہ یې د ډبري دئ!!!
    خو،
    ستا شعر د احساس ھغه وږ‎مه دہ چي څوک خو یې لیدای نه سي مګر احساسولای یې سي۔

    په مینه
    جانان

  2. وروره یو نظم وی بل شعر
    خیاطه ماته چی کیمس را جوړوی صرف یو نظم دی، مګر د حافظ یا مولانا یا رحمن، کاظم خان، حمید مومند کلام بیا شعر دی. دغه دوهمه ډله احساس لرونکی او دانسانی عاطفی او بشری درد لرونکی خلک دی، دغه ناظمان فقط دخلکو دوکه کوونکی دی. کمپیوتر ته به صرف تخنیکی پروګرام ورکول شوی وی، خو بشری درد او عاطفه نلری، نو یوڅه کلمات به کتار کړی، خو هغه اشعار ندی، شاعر ولس کی ځای لری او خلک ورته درناوی لری، خلک یی منی . حمید د هیچا له زړه نه وځي، نو ډیر ناظمان دی چی د چا یی لا نوم ندی زده.

  3. ځدراڼ صاحب:‌ یو جهان مننه چې تاسو دا لیکنه لوستې ده او زحمت دي ایستلی چې نظر دي راسره شریک کړې. هر وخت چې زما لیکنې لولئ، لطفا خپل نظر راسره شریکوئ ځکه په دې ډول زه خپلې لیکنې اصلاح کولائ سم. البته ، انتقاد هم وکړئ‌ ، دا نه چې زه یوازې د تعریف تقاضا لرم ،‌ په انتقاد کې اصلاح راتلائ سي نو زه خو ډیره ابتدايي لیکنه کوم او ستاسو د نظر قدر پر ما سته.‌ په عزت اوسې!

    جانان صاحب: ستاسو له دي مفصل نظر څخه یو جهان مننه. تاسو څو واره زما پر لیکنو پیغام لیکلی او هر وار دي جزیاتو ته پام کړی دی چې ډېره پر خوشاله سم ځکه دا مانا لري چې تاسو یې په دقت لولئ او زما په خبره پوهېږئ. زما لپاره په لیکنو کې تر ټولو ارزښمنت ټکی صداقت دی او زه نه پوهیږم چې کله ځوک صادق نه وي،‌ څرنګه پرخوشحالي، مینه او غم او د داسې ژورو انساني عواطفو ترمنځ پر موجودوټکو خبرې کولائ او لیکنې کولائ سي… خو تاسو ښه توضیح کړې ده، البته، ستاسو چې دا کوم مستعار یا حقیقي نوم دی زما لپاره ډېر جالب دی ځکه که چیري تاسو دا نوم زما له لیکنو کاپي کړی وي نو بیا خو باید کاپي رایټ ادعا درباندې کولائ سم (شوخي) . ډيره ډيره مننه !

    وحید صاحب : تاسو زما لیکنې لولئ او خپل نظر شریکوئ . ستاسو خبره بالکل سمه ده چې حمید بابا د چا له زړه نه وزي او نه هم اړتیا لري چې د چا زړه ته د ورتګ زحمت وباسي. د زړه خبره په خپله پر زړه لګیږي… خداي پاک دي‌ تاسو په عزت کې لري.

    درنښت !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب