یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+کمزوری (لنډه کيسه) عبدالله خيبر

کمزوری (لنډه کيسه) عبدالله خيبر

مستوخان د ټينډيو له يومنۍ کڅوړې سره کوږ سر روان و، زما په ليدو يې خوله وازه شوه:

ـ کتابونو مړ کړې!

له ستړې مشې وروسته يې لاس راوړاندې کړ، يو غټ کتاب يې زما له لاسه واخيست، نوم يې تر ژبې لاندې ولوست، پوښ ته يې ځير شو، څو پاڼې يې واړولې، فهرست ته يې لږ تم شو، شونډې يې وخوځيدې:

ـ دا خو ولا چې ښه کتاب دی…

له دې سره يې زما په لاس کې نورو کتابونو ته وکتل:

ـ دا د څه شي کتابونه دي؟

ورته ومې ويل:

ـ دا مې ماشومانو ته واخيستل…

ده چې د غټ کتاب پاڼې يې اړولې، وويل:

ـ داسې يو نيم کتاب موږ ته هم درسره راوړه کنه، دا دې په څو واخيست؟

د غټ کتاب يوه پاڼه مې واړوله، په پنسل ليکل شوي ليک ته مې ګوته ونيوه. دا يې چې وکتل خوله يې سره ټوله کړه:

ـ بوووووې، دوه سوووه اتيييا! ما خو ويل که په څلوېښت پنځوس روپۍ به وي.

ورته موسکی شوم، د کتاب د اخيستو لپاره مې لاس وراوږد کړ، غوښتل مې ترې رخصت شم،  ده راته وويل:

ـ چيرته روان يې؟

ـ کور ته!

ـ راڅه تر يو ځايه خو به يو ځای سره لاړ شو.

په لاره يوه ښځه پر مخه راغله، له کاوبای پتلون سره يې طلايي کميس اغوستی و، د بوټانو تيرو څوکو يې پر پاخه سړک ټکا کوله، يوه پاکه ستره ماشومه مخکې ترې لکه نانځکه روانه وه، مستوخان مټ راسره ولګاوه:

ـ ظالم شی دی، سخت اندام نه لري؟

ما ښځې ته وروکتل، هغې زموږ د برندو سترګو تاب رانوړ، سترګې يې ټيټي کړې، ورته ومې ويل:

ـ ښه شی دی.

د ده لاس ته مې وکتل، ورته ومې ويل:

ـ ته راکړه دا خلته لږه زه درسره يوسم، درنه ده.

هغه  خلته لږ راپورته کړه:

ـ موټر کې ټينډۍ ارزانې وې، يو من مې واخيستې، دا يو درجن ماشومان چې په دې ماړه نه کړو، په څه يې ماړه کړو.

له دې سره يوه ښځه چې شنه چادري يې پر سر وه، څو خيرن ماشومان ترې لکه ساتونکې روان وو، مستوخان د ښځې د چادرۍ نه راوتلې دورنګه لمنې ته وکتل، پښو ته يې وروليدل، راته ويې ويل:

ـ ته خو دا کتابونه متابونه ډېر ګورې، داسې څه پکې نشته چې سړی لږ ورسره قوي شي؟

ـ ولې کمزوری يې؟

په موسکا يې وويل:

ـ کمزوری خو ولاکه يم، تا نه يې څه پټه، که هره ورځ نه وي يوه ورځ پس خو پر سر کوزه اړوم.

په موسکا مې ورته وويل:

ـ نور نو څه غواړې وا د خدای بنده!

دی له خندا شين شو، شا ته يې ټپ راکړ:

ـ تا دا خوندونه څه ليدلي، همدا کتابو ته اړم شه!

ورته ومې ويل:

ـ په دواخانو کې د جنسي تقويې دواګانې خرڅيږې کنه؟

ـ شل واره خو مې واخيستې، لکه څنګه يې چې صفت کوي هسې نه وي.

بيا يې مخ راواړاوه او لکه چا ته چې سوال کوي، په جينګه خوله يې وويل:

ـ ته و خدای که داسې ښې ګولۍ او يا بل شی درته معلوم و راته و دې نښود… چې په دوه زره وي هم اخلم يې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب