یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+وړتیا او ژمنتیا!/ عبدالجبار وحدت

وړتیا او ژمنتیا!/ عبدالجبار وحدت

وړتیا پرته له ژمنتیا او ژمنتیا پرته له وړتیا نیمګړې ده
په یو اهل او مدبر مدیر کې باید د دې دواړو یو داسې ترکیب موجود وي،چې هم د ولس،هم د نظام او هم د سازمان سترګي پرې لوړې شي.

زموږ ستونزه په دې برخه کې دا ده چې یاد دوه موارد ترکیب شوي شکل ته نه برابروو، یا مو فوکس په یوه مشخصه برخه وي،

ښه سړیتوب او تقوی بېل شی دی، مګر کار کول او د کار اړین مسلکي مهارتونه بېل څیزونه دي، په ادارو کې کار په ښه سړیتوب نه ، بلکې ورسره په ښه مسلکيتوب مخته ځي، د مشتریانو د رضایت د جلب او کاري چټکتیا لپاره بیا یادونه کوم د وړتیا او ژمنتیا ترکیب مهم دی،

موږ په تېرو دورو کې یوازې مسلکي مګر غیر متعهد /نا ژمن کسان هم تجربه کړل ، نتېجه يې کاملاً منفي وه او نن په ځینو برخو کې یوازې ژمن او غیر مسلکي کسان هم تجربه کوو ، پايله یې کاملا او واضحاً منفي ده، بنا د دې دواړو برخو تر منځ یو متناسب او معقول ترکیب مهم دی ، ملګری باید د ملګرتیا لپاره وساتل شي، کاري ساحه باید په تکړه، مسلکي او مدبرو اشخاصو ډکه او ښکلي شي.

حضرت عمر “رض” مدیرانو ته عجیب اصل یا لایحه وظایف ټاکلی وو.

وې تاسو دوه ځایه مسؤل یاست، لومړی د رب تعالی په وړاندې ، دوهم د سازمان په وړاندې.
د اقتصادي ودې په

ګلاس نورث په نوم عالم چې د اقتصادي څېړنو په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکی دی وایي

چې که غواړئ یو هیواد ووینۍ چې پر مختللی دی ،یا نه دی، نو فابریکې یې مه ګورئ د هغوی علمي ا.اداري ظرفیت وګورئ،او زموږ پانګې د نفتو به څاګانو او بانکونو کې ندي،بلکې په علمي بنسټونو کې دي.

تحصیلي بنسټونه مو هم یو عالم ستونزې لري ،د ډېریو تمرکز په تیوري وي او د کار بازار تقاضا هیڅ مد نظر نه نیسي،ځکه یې مولدیت او موثریت دواړه کم وي.

په هر حال له منابعو درسته استفاده مدیریت دی او له فرصتونه درسته استفاده غوره سیاست دی.
راځئ!لاسته راغلی دا چانس نور ضایع نکړو، له ټول انساني او طبعي ظرفیت څخه د دې ولاس د فلاح په پار کار واخلو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب