یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+ډېر پروتین لرونکي او غوړ خواړه ولې باید ونه خورو؟

ډېر پروتین لرونکي او غوړ خواړه ولې باید ونه خورو؟

کریمزی

هیمورهوئید یا قبضیت د لوېې کلمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب او غټوالي وروسته د یو شمیر عواملو او فشار له امله په کې وینه راټولیږي او تشناب ته د تللو پر وخت ناروغ ته د زیاتو مشکلاتو سره سره د زخمي کیدو او د ویني بهیدو لامل ګرځي.

دا چې د دغه ځورونکې ناروغۍ وقایه او علاج څه دی مکمل معلومات یې په دغه څيړنه کې درته تشریح کوو:

ﺩ ﻟﻨﺪﻥ د ﺍﻣﭙﺮﯾﻞ پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلي، ټول هغه خوراکي توکي چې په زیاته اندازه فایبر لرونکي مواد ولري د هاضمې سیستم قوي کوي او انسان د قبضیت ناروغۍ ژغوري.

د څیړونکو په باور هغه خواړه چې په زیاته پيمانه پروټين او غوړ و لري انسان په قبضیت ناروغۍ اخته کوي چې یو شمېر نورو وژونکو ناروغیو ته لار هواروي.

څېړونکي زیاتوي که غواړئ چې له دغې ناروغۍ خلاص شئ، نو د یخو مشروباتو پرځای سبزي جاتو ته ترجیح ورکړئ او د زیاتو پخو شویو خوړو او غوښې له خوړلو سربیره د مصنوعي موادو لکه چاکلیټ څخه په کلکه ډډه وکړو او ذهني فشار څخه ځان باید وساتو او په زیاته اندازه اوبو څښلو او ورځني سپورت ته مخه کړئ.

یاد څيړونکي د قبضیت ناروغۍ عمده لاملونه د پښو پر سر ډير کیښناستل او په مناسبه اندازه د میوه جاتو او سبزیجاتو نه خوړل په ګوته کوي.

دا او یو شمېر نور روغتیا پالان وایي، قبضیت هغه ناروغي ده چې له پيدا کیدو سره سم د وقایي او پرهیز په وسیله ښه کیدلی شي، خو که شرایطو واوړي، نو ښه لاره یې د ډاکتر په مشورې د نوعیت له معلومولو وروسته جراحي عملیات په وسیله تداوي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب