یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهفرهاد دریا: د کومې ډلې له غړیتوب او جګړې پرته د ط...

فرهاد دریا: د کومې ډلې له غړیتوب او جګړې پرته د ط خلاف راپاڅېدلی یم

تاند:( دوشنبه، د ثور پينځمه) د افغانستان مشهور هنرمن فرهاد دریا د طالبانو خلاف د خپلو څرګندونو په اړه په يوه ليکنه کې توضیحات ورکړل.

ښاغلي دریا ويلي، چې ځينو خلکو يې طالبانو سره مخالفت جنګ طلبي او طالب ضدو ډلو سره يو ځای کیدل انګیرلي، چې په وینا یې تېر وتي دي.

نوموړی لیکي:« زه هیڅکله د جګړې او ډلې ټپلې لاروی نه وم/نه یم، او د سازماني کړنو په ډګر کې مې ونډه نده نېولي. ما هر کله چې څه کړي او ویلي، یوازي د یو خپلواک هنروال او همدارنګه په ژوند او خلکو میین او د هیواد د یو مینوال په څېر مې تر سره کړي.»

دا مشهور هنرمن زياتوي:« کله چې موسیقۍ – چې زما ژوند دی- د طالبانو لخوا منع او حرام اعلانیږي او له خپل وطن څخه شړل کېږم، څه باید وکړم؟ آیا له خوښیه اتڼ وکړم، که پاڅون؟ کله چې ستا دوه ګلالي لوڼي له تعلیم څخه بې برخي شولې، آیا ته کرار پاتې شوې او له دې شیطاني کړنو سره دې بیعت وکړ، که دې د لوڼو د حق لپاره خوځښت او پاڅون؟ ورور جانه! کله چې پاڅون وکړې، تاته هم پاڅونوال ویل کیږي.»

فرهاد دریا د خپلو څرګندونو په دوام وايي:« نن ورځ د افغانستان ټول وګړي د حاکمې ډلې پر وړاندې پاڅون کوي. څوک په ژبه، څوک په قلم، څوک په ټوپک، څوک له رباب سره، او څوک له قرآن سره. یو په ډله ایزه توګه، او بل په یوازیتوب. زه او ته په ځان ځاني ډول پاڅون کوو!”»

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې موسیقي منع شوې او په ځينو سيمو کې خو د ودونو په هغو مراسمو ډزې شوي او ځينې کسان يې وژل شوي، چې موسيقي پکې اوريدل کيده.

د طالبانو دا کړنې د خلکو له سخت نفرت سره مخ شوي.

2 COMMENTS

  1. ښه ښه در یا جانه د کابل نازنینی خو د لاسه تېرې کړې ! هغه د استانبول ګرمي شپې د هیره مشه والله چې ما هِغه وخت حسودت لاره کله به چې ته لاس په لاس هول ته روان وې !

  2. ښاغلي لوپړه نو پرتا پوري څه اړه لري د هر چا خپله خوښه ده چي له هر چاسره مينه کوي، الله ج کوم شاهد ته اړتيا نه لري ورسه طالب او ملا محاکمه ته راکش که چي له وړو ماشومانو(چړي) سره په زوره لواطت کوي توف لعنت په تاسو الله مو وشرموه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب