Homeخبرونهاريانا افغان هوايي شرکت ماسکو ته خپلې الوتنې بیرته پیل کړې

اريانا افغان هوايي شرکت ماسکو ته خپلې الوتنې بیرته پیل کړې

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) په کابل کې د روسیې سفارت د کابل- ماسکو تر منځ د آریانا افغان هوايي شرکت د الوتنو د بيا پيل خبر ورکړی.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له دې وروسته به د ياد شوي شرکت يوه الوتکه هره دوشنبه له کابل څخه ماسکو ته ځي او هره سې شنبه به بيرته له ماسکو څخه کابل ته را ګرځي.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له بيرته واکمنیدو سره د افغانستان او ډېرو هېوادونو ترمنځ هوايي سفرونه وځنډیدل.

له دې کبله د ناروغانو تر څنګ ګڼ افغان محصلين، سوداګر او نور خلک ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...