Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر په کابل کې د ۱۵۰ صنعتي فابریکو جوړیدل تایید کړل

ملا برادر په کابل کې د ۱۵۰ صنعتي فابریکو جوړیدل تایید کړل

تاند:( سې شنبه، د ثور شپږمه) د طالبانو د کابینې اقتصادي کمیسیون د ملا برادر په مشرۍ غونډه کې تایید کړه، چې د کابل په پیروزي صنعتي پارکونو کې یو نیم سل نوې فابریکې جوړې شي. ‏‏

ويل شوي، چې د دغو فبریکو د جوړولو طرحه بیجنگ – ننگرهار ګروپ وړاندې کړې او د ۲۱۵ میلیونه ډالرو پانګونه به په دې برخه کې وکړي.

 د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې د دغو فابریکو په جوړیدو سره به شاوخوا ۱۳۵۰۰ تنو ته په مستقيمه او شاوخوا ۳۰ زرو تنو ته په نا مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي.

د کابل د پیروزي صنعتي ښارګوټي پروژه ۱۳ کاله مخکې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې پیل شوې ده.

د دې او نورو صنعتي پروژو چارې مخکې تر ډېره ناکامې وې، چې د امنيت د نشتوالي تر څنګ په حکومتي ادارو کې پراخ فساد او د کارونو ځنډ یې اصلي لاملونه بلل کیدل.

اوس نیوکې دا دي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د امنیت ښه کيدو باوجود خلک پر اوسني او راتلونکي وضعیت بې باوره او له هېواده په تېښته دي، چې له دې کبله اقتصاد او پانګونه ډېره زيانمنه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...