هر کال انسانان په بېلابېلو برخو کې ډېر لوی او حیرانوونکي ګامونه اخلي.
له څه باندې اته میاشتې سفره وروسته د امریکا د فضايي تحقیقاتو د ملي ادارې ناسا سفینه (کیوراسټي راور)، چې دوه زره پونډه ورن لري او د پلوتونیم په انرژۍ چلېږي، پر مریخ کښېنسته.
کیوراسټي راور فضايي بېړۍ په ډېرو پرمختللیو فضايي او تحقیقاتي وسایلو سمبال ده.
د کیوراسټي راور د تحقیقاتي ټیم غړې ربکا ویلیمز د دې تاریخي بري په اړه وویل:
«هغه شګې چې تاسي یې په مریخ کې وینئ، له شکله ګردۍ دي، تر دې ډېرې لویې دي چې باد یې وښورولی شي. زموږ علمي ټیم ټول غړي په دې باور دي چې دا شګې د اوبو د تېز بهیر په وسیله خوځېدلي دي.»
د ۲۰۱۲ کال په جولای کې، د سویس په (CERN) تحقیقاتي مرکز کې، چې په ۱۰ ملیارد ډالره د اروپايي اتحادیې له لوري د اتومونو د ماتولو لپاره جوړ شوی دی، اعلان وشو چې دوی د کایناتو د رامنځته کېدو پر نسجونو پوهېدلي دي چې که دا خبره تایید شي، د فزیک د علم اساسات به بدل شي.
په ۲۰۱۲ میلادي کال د امریکا د بروک هافین د ملي لابراتوار څېړونکي بریالي شول چې د انسان له لوري د تودوښې تر ټولو لوړه درجه ومومي.
دوی د سانتي ګراد ۴ تریلیون درجو ته د حرارت په لوړولو بریالي شول چې د لمر د هستې تر تودوښې ۲۵۰ لکه ځلي توده ده.
په ۲۰۱۲ میلادي کال ساینسپوهان وتوانېدل چې په مځکه کې تر ټولو کوچنی فقره لرونکی یا د هډوکي درلودونکی ژوی ومومي.
په همدې کال د تیتانیک فلم کاناډايي ډایرکتر جېمز کامرون د یوه ځانګړي اوبتل په وسیله وتوانېد چې د نړۍ د سمندرونو تر ټولو د ژور ځای ماریانا ترنچ فلم واخلي.
دا ځای په پسفیک سمندر کې دی او یوولس زره متره ژور دی.