جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو او احمد مسعود د استازو ترمنځ د مذاکراتو پر دوام...

د طالبانو او احمد مسعود د استازو ترمنځ د مذاکراتو پر دوام هوکړه شوې

تاند(پنجشنبه، سنبلې ٤)- د مشرانو جرګې مرستيال او له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د احمد مسعود استازى محمد اعلم ايزديار وايي، د دوى او د طالبانو د استازو ترمنځ د لومړي پړاو مذاکرات ګټور او د ستونزو حل ته هيله مندي شتون لري.

محمد اعلم ايزديار په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، پرون مازديګر د پروان مرکز په چاريکار کې د مقاومت جبهې ١٢ کسيزه پلاوي او طالب استازو ترمنځ درې ساعته غونډه وکړه.

هغه وايي، د مقاومت د جبهې د مذاکراتو د پلاوي مشري حاجي الماس زاهد کوي.

د هغه په خبره په دې درې ساعته غونډه کې تصميم ونيول شو چې دواړه پلاوي به د غونډې پيغام خپل مشرتابه سره شريکوي او په افغانستان کې د دايمي سولې او ثبات ټينګښت لپاره به دغه مذاکرات دوام مومي او دغه راز به ښکېلې خواوې يو پر بل نظامي بريد نه کوي.

د ايزديار په خبره، د هېواد اساسي ستونزو د سوله ييز حل لپاره د دواړو لوریو روحیه ښه وه او هيله مندي شته چې د تېرو تجربو په نظر کې نیولو سره لازم اقدامات ترسره شي.

د روانې اګست مياشتې په 15مه د طالبانو اسلامي تحریک له پنجشیر پرته پر ټول افغانستان ولکه ټينګه کړه چې په پنجشير کې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوى احمد مسعود په زور دغه ولایت ته د طالبانو له ننوتو سره مخالفت څرګند کړ.

مسعود ويلي، د يو ټولشموله حکومت د رامنځته کېدو غوښتونکى دى او که جګړه انتخاب شي نو له پنجشير به دفاع وکړي.

د طالبانو اسلامي تحریک وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د پنجشير ستونزه په حلېدو ده او اتيا سلنه امکان شته چې جګړه نه کېږي.

1 COMMENT

  1. راوستل شوی طالبان اوس د SIS له خوا په کابل کښی مستقیمآ رهبری کیږی ، دوکتور اشرف غنی امریکا په ډیره زیرنګی سره له صحنی لیری کړو او شورای نظار په هدایت سره پنجشیر ته ولیږل شو اواوس د هولیؤد شرائیطو لاندی غوښتل کیږی چی طالبان او شورای نظار د راتلوونکی شیطانی لپاره سره یو ځای کړی او تهدابی جاسوس کرزۍ او ګلبدین هم پدی خائينی حلقی کښی رول ولری ( دا معلومات پرون راورسید ) !!!

    اشرف غنی په خپله دوره ډیر خائين قدمونه واخستل یعنی ددوه سره حکومت منل او د قاتلانو او چورکوونکیو څخه ځان نه جداکول او په پټو سترګو د امریکا امرونه منل ! اوس که هغه هر ډول فریادونه د ملت طرفداری هم وکړی نو دده دا خائين اقدامونه ثابتوی چی نوموړۍ ملت ته وفادار نه وو او ویاړنه دده په پلار ( شاه جهان ) چی خپل نازدانه زوی ئي د کمونیستانو غلامی رهبری سره په یو قطار کښی اچولۍ وو او عاق کړۍ ئی وو !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب