یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهبلینکن: که طالبان په ټولو ژمنو پابند پاتې شي امریکا به له...

بلینکن: که طالبان په ټولو ژمنو پابند پاتې شي امریکا به له هغوی سره تعامل ولري

تاند (پنجشنبه د سنبلې ۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وایي د افغانستان سره د امریکا د هر ډول راتلونکی تعامل ماهیت په ژمنو باندې د طالبانو د دریدلو په ځانګړې توګه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزې، په نورو هیوادونو باندې د افغانستان څځه د بریدونو د مخنیوي، د افغانانو د اساسي بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ساتلو پورې تړلی دی.

ښاغلي بلینکن پرون چهارشنبه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې که طالبان په ټولو ژمنو پابند پاتې شي امریکا به له هغوی سره تعامل ولري او که نه د هغه په وینا واشنګټن به د طالبانو د منزوي کولو لپاره د هرې ممکنې لارې څخه کار واخلي.

هغه وویل چې په ژمنو باندې د طالبانو د دریدلو لومړنۍ نښه داده چې د اګست د ۳۱ وروسته هغو کسانو ته چې غواړي له افغانستان څخه ووځي د وتلو اجازه ورکړي.

انتوني بلینکن وویل په فعاله توګه هڅې روانې دي چې د اګست په ۳۱ د تخلیې د ماموریت د پای ته رسیدو وروسته د کابل هوایي ډګر د پروازونو پر مخ پرانستی وي.

هغه وویل طالبانو د کابل د هوایي ډګر د خلاص ساتلو سره ډیره علاقه ښودلې او ژمنه یې کړې چې ټولو هغو کسانو ته به اجازه ورکړي چې غواړي له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې له افغانستان څخه ۸۲۳۰۰ کسان بهر انتقال شوي دي.

انتوني بلینکن وویل د اګست له ۱۴مې څخه تر اوسه د ۶۰۰۰ امریکايانو له ډلې لږ تر لږه ۴۵۰۰ امریکایان له افغانستان څخه بهر انتقال شوي دي.

بلینکن همداشان وویل چې امریکا ژمنه ده هغه افغانان چې د امریکایي پوځیانو او د امریکا د حکومت سره کار کړی او هم هغه افغانان چې له ګواښ سره مخامخ دي له افغانستان څخه وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب