Homeروغتیاد ویني لوړ فشار د کنټرول او مناسب وزن جوړولو لپاره غوره...

د ویني لوړ فشار د کنټرول او مناسب وزن جوړولو لپاره غوره درمل

تاند  –  طبي ماهرین وایي، که غواړئ د ویني له لوړ فشار څخه په امن او د مناسب وزن څښتنان و اوسئ نو د هر سهار په پیل کې د ادرکو اوبه وڅښئ.

دوی وايي، د ادرکو د اوبو منظم کارول د وینې فشار لو فشار ټيټوي او د وزن کنټرول ساتلو کې هم ډېره مرسته کوي.

د دوی په باور، د دې ترڅنګ انفلاسیون ضد ایجنټ او انټي اکسیډینټ هم د سرطان پر وړاندې دفاع کوي.

ادرک عمومآ زموږ او ستاسو په خوړو کې د ذایقې برابرولو په موخه کارول کېږي چې ډیری خلک یې اوس په چایو کې هم اچوي.

پوهان وایي هر سهار د ادرکو اوبه په نهاره څښل د چاغوالي له منځه وړلو، د وینې  فشار او کولیسټرولو په کنټرول کې مرسته کوي.

دوی دغه راز زیاتوي چې د ادرک اوبه د هاضمي ستونزې او د ملا درد اراموي یا هم کموي.

دلته د ماهرینو له خولې درسره د ادرکو د اوبو د استعمال په اړه هم معلومات شریکوو.

د ماهرینو د معلوماتو له مخې، لومړی لږه اندازه د ادرک ټوټې، یو نیم لیټر اوبه او یو لیمو واخلئ او اوبه د اېشولو لپاره په اور کېږدئ.

دوی وایي، کله چې اوبه په جوش راشي ، بیا د ادرک ټوټې ور اضافه کړئ او پرېږدئ چې د ۱۵ څخه تر ۲۰ دقیقو پورې په ټیټه تودوخه وه واېشېږي.

د اوبو له ښه جوش وروسته یې یخې کړئ او لیمو وراضافه کولو سره یې وڅښئ.

ماهرین وايي، چې د ادرک یو ګلاس اوبه باید د د سهار سبانارې دمخه او یو ګلاس د ماښام ډوډۍ څخه مخکې وڅښل شي.

د طبی ماهرینو په وینا، که چېرته دا نسخه هر سهار کې په نهاره وکارول شي، نو ډیرې ګټې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...