جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهبلینکن: د سپټمبر د ۱۱ طراحان له منځه وړل شوي خو افغانستان...

بلینکن: د سپټمبر د ۱۱ طراحان له منځه وړل شوي خو افغانستان یوازې نه پرېږدو

تاند (دوشنبه د ثور ۱۳) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي چې دوی په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړي او اوس وخت رارسېدلی چې خپل پوځیان له دغه هېواده وباسي.

انتوني بلینکن له سي‌بي‌اس نیوز سره په تازه مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د امریکایي سرتېرو د تګ هدف د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د طراحانو له منځه وړل و چې په خبره یې دا هدف تر لاسه شوی دی.

د نوموړي په خبره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به دا هېواد یوازې نه پرېږدي، د امریکا سفارت به په افغانستان کې وي او امریکا به د افغانستان اقتصادي، انساني او پراختیایي ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلینکن زیاته کړې چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته د هرې سناریو پر وړاندې مبارزې ته چمتو اوسي.

څو ورځې مخکې جو بایډن هم د ولسمشر په توګه د امریکا کانګرېس ته په خپله وینا کې وویل چې ځواکونو یې په افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی او وخت یې رارسېدلی چې خپل سرتېري له دغه هېواده وباسي.

جوبایډ وویل، امریکا شل کاله مخکې د القاعدې د ختمولو لپاره افغانستان ته لاړه او هلته یې د اسامه بن لادن په وژلو سره خپل هدف ترلاسه او په افغانستان کې یې د القاعدې تروریستي ګواښ تر ډیره کم کړ.

انتوني بلینکن داسې مهال دا څرګندونې کړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د اډو د سپارلو بهیر رسماً پیل شوی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو د معلوماتو له مخې، په هلمند ولایت کې د «انتونیک» په نوم د امریکايي ځواکونو یوه پوځي اډه رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د امریکايي ځواکونو دغه پوځي اډه د هلمند ولایت په شورابک ولسوالۍ کې وه چې د افغان چارواکو په وینا پرون یکشنبه افغان ځواکونو ته تسلیم شوه.

میوند قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «انتونيک» اډه د افغان ځانګړو ځواکونو د يوې قرارګاه په توګه په همدې نوم سره ياديږي چې په وینا یې دغه قول اردو به له یادې اډې څخه د تروریزم پر وړاندې خپل عملیات چټک او په سویل لویدیځ کې به د وسله والو ځالې په نښه کړي.

د یادې اډې تر سپارلو وروسته د امریکايي ځواکونو بیرغ راکښته شو او پر ځای یې د افغانستان ملي بیرغ ځوړند شو.

د یادونې ده چې وړمه ورځ/ شنبه د ثور ۱۱/ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیل شو چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې په اساس د روان کال د سپټمبر میاشتې تر یوولسمې به بشپړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب