جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+په مطالعه کې څنګه د حواسو د تمرکز تخنیکونه وپېژنو

په مطالعه کې څنګه د حواسو د تمرکز تخنیکونه وپېژنو

په مطالعه کې د حواسو تمرکز د زده کړې بنسټيز شرط دی. که څه هم د حواسو له تمرکز پرته مطالعه کوم مفهوم نه لري، خو له دې سره سره مېلیونونه لوستونکي له خپل ځان سره د مطالعې دا لومړنی شرط نه لري او تل د خپلو حواسو له ګډوډ کېدلو څخه کړېږي؛ د اصولو له مخې د حواسو ګډوډ کېدل یوه عام شموله ستونزه ګرځېدلې ده. موږ به پدې لیکنه کې د مطالعې پر مهال د حواسو د تمرکز د تخنیکونو په اړه لازیات مالومات وړاندې کړو. 

مطالعه زموږ د ژوند عمده برخه تشکیلوي، خو! دا چې په بشپړ دقت او د حواسو تمرکز سره مطالعه نه ترسره کوو، نو د لوستلو په وخت کې یا نه پوهېږو او یا دا چې کوم څه لولو ډېر ژر یې له یاده باسو. 

ډېری لوستونکي د مطالعې پر وخت د تمرکز له نه شتون څخه سرټکوی، کله کله داسې هم کېږي، چې د یوې پاڼې په لوستلو باندې یو ساعت وخت تېروي او دا هم امکان لري، چې یو پاراګراف د طوطي په شان څو ځلې تکرار کړي. په داسې حال کې چې تمرکز یا حواس یې بل ځای وي. له بل لوري، د حواسو له تمرکز پرته د مطالبو زیات تکرارول د سختې ذهني ستړیا لامل ګرځي.

آیا تاسې هم د حواسو له ګډوډۍ څخه ګړېږئ؟ نو باید وپوهیږئ، چې:

د حواسو تمرکز ذاتي نه دی، بلکې اکتسابی او د لاس ته راوړلو وړ دی. د حواس دقت ثابت نه دی، بلکې د روزنې وړ دی.

د مطالعې پر مهال د حواسو د تمرکز زیاتیدو لارې چارې:

مینه یا علاقه

ددې لپاره چې تاسې تمرکز پیاوړی شي په لومړي سر کې باید د هغې موضوع یا کتاب په اړه، چې غواړئ مطالعه یې کړئ لېوالتیا ولرئ. کله مو چې له موضوع سره مینه او علاقه پیدا شوه نو تاسې حواس په مکمله توګه هغې لورې ته ور ګرځي. ولې؟ کله چې تاسو یوه لوبه او سینمایې فلم ګورئ، نو د حواسو تمرکز را ټولوي، یا هم  کله چې په شا او خوا کې کومه پېښه را منځته کېږي، هغې ته متوجه اوسئ؟ ځکه چې هغې موضوع ته ډير لېواله یاست.

نو په دې توګه، که د کتاب له موضوع سره مو مینه او علاقه زیاته وی، نو د مطالعې پر مهال مو د حواسو تمرکز لوړیږي او د هغه مطالب په ښه، راحت او ګړنډۍ توګه زده کولای شئ.

موخه:

که مو موخه مشخصه وي او په ډیره لېوالتیا سره د خپلې موخې د تر لاسه کولو هیله ولرئ نو ستاسې د تمرکز له زیاتیدو سره ډیره مرسته کوي. که کتاب یا موضوع درته په زړه پورې نه وي او د مطالعه کولو پر مهال تمرکز نه لرئ نو  اړینه ده، چې خپلې موخې ته بیا کتنه وکړئ، ځکه چې  موخه ډیره اړینه او مهمه ده او د هغې کتاب د لوستلو پرمهال د لېوالتیا او د تمرکز د زیاتوالي د را منځته کولو موخې ته پاملرنه کوي.

د بېلګې په توګه که چېرته له فیزیک مضمون سره علاقه او مینه نه لرئ او د فزیک د کتاب  لوستلو پر مهال د حواسو تمرګز نه لرئ باید خپل هدف ته بیا کتنه وکړئ. ځکه ستاسې موخه د کانکور په ازموینه کې بریالیتوب دی او دا موخه تاسې ته تر نورو ډیره مهمه ده، نو هدف یا موخې ته پاملرنه ددې سبب ګرځي، چې تاسې د فیزیک د کتاب لوستلو پر مهال د حواسو تمرکز ولرئ. ځکه هدف مو نه یوازې د فیزیک زده کول دي، بلکې موخه مو په کانکور کې لوړي نومرې ترلاسه کول او بریالیتوب دی.

نهایي موخه باندې پوهېدل په هغه عواملو کې د حواسو د تمرکز د زیاتوالي لامل ګرځي، چې هغې موخې ته د رسېدلو سبب ګرځي. نو په دې توګه په دوامداره توګه خپله وروستۍ موخه په پام کې وساتئ، ترڅو موخې ته د رسېدلو لپاره ستونزمن او ستړي کوونکي کتابونه په آسانۍ سره ولولئ. 

نو د هر کتاب د لوستلو پر مهال داسې تصور وکړئ چې که چېرته هر کتاب د حواسو په پوره دقت سره مطالعه کړی نو خپل هدف یا موخې ته نږدۍ کیږئ او د وروستۍ موخې پر لور ګامونه اوچتوئ. دا خپله شوق او علاقه را منځته کوي کله چې مینه اوعلاقه رامنځته شي، نو د حواسو دقت یا تمرکز لوړیږي او په پایله کې ټول مطالب په ښه توګه لولئ او ور باندې پوهیږئ. 

پلټونکی:

زموږ پلټونکی ذهن یې په ماشومتوب کې وژلی دی. کله چې کوچني ماشومان وو، له خپلو میندو او پلرونو څخه به مو زیاتې پوښتنې کولی، د خپل شا او خواو ته مو کتل او د هرڅه په اړه به مو پوښتنې کولې. زموږ ذهن له پوښتنو او پلټونکي حس څخه ډک وو. خو په تاسف سره دوی به زموږ له ډېری پوښتنو سره لېوالتیا نه درلوده او یا به یې اصلاً ځواب نه ورکاوه او ویل به یې، هلکه دا په تا پورې اړه نه لري او یا په بله اصطلاح فکر به یې کاوه، چې دا ماشومانه او بې ځایه پوښتنې دي. 

ځينې ښوونکي له بېلابېلو اړخونو څخه خپلو زده کوونکو ته د پوښتنې کولو اجازه نه ورکوي او کله چې ماشومان د لویانو او لارښوونکو له دې ډول نه پاملرنې او نه لېوالتیا سره مخ کېږي، په کراره کراره خپل پلټونکی حس له لاسه ورکوي، هڅه کوي یوازې په هغه مکلفیتونو بسنه وکړي، چې د دوی په غاړه اچول شوي دي.

که چېرته د ماشومتوب او ابتدایي ښوونځي په دوران کې زموږ د پلټونکي حس له امله را منځته شویو پوښتنو ته په پوره دقت، شوق او لېوالتیا ځواب ورکړل شوی وی، نن ورځ د حواسو د ګډوډۍ په نوم ستونزې سره نه مخامخ کېدلو.

نو ګرانو کورنیو او ښوونکو د ماشومانو ماشومانه پوښتنو ته په کور او ښوونځي کې په پوره مینه او علاقې سره ځواب ورکړئ. او هغوی و هڅوئ، تر څو د هغه ټولو مسایلو په اړه، چې ستاسو شا او خوا ته پېښیږي، پلټونکي واوسي (یانې د ماشومانو پلټونکی حس له چټیاتو سره مه پرتله کوي.

اوس چې زمونږ پلټونکی/ځیرکتیا حس کمزوری شوی دی، نو باید هغه ته بیاځلي روزنه ورکړو. له همدا نن ورځې څخه هر هغه څه په اړه چې زمونږ په شاوخوا کې شتون لري، پلټونکي/ځیرک شو او له خپل ځان څخه پوښتنې وکړو. زمونږ موخه یوازې پوښتنو ته ځواب ویل نه دي بلکې د ځیرکتیا حس روزنه او بېلابېلو موضوعاتو ته په ډير دقت سره پام او تمرکز کول دي.

که چیرته غواړئ د حواسو په تمرکز کې مو ښه والی راشی، نو دا سپارښتنه اړینه بولم، ترڅو د خپل محیط/چاپيریال په اړه مو همدا نن پلټنه وکړئ، او خپل چاپېریال او مسایل په پلټوونکي ډول تعقیب کړئ نو ډیر ژر به ټول شیان له یوې بلې زاویې څخه ووینئ او د حواسو په تمرکز کې به مو ښه والی ومومي. 

د منل شویو حواسو تمرکز

په زور د خپلو حواسو د را غونډولو هڅه مه کوئ او خپل ځان ته مه وایئ چې زه اوس خپل حواس را ټولوم. دا کار ددې لامل ګرځي، چې تاسې د حواسو تمرکز ونه لرئ او د مطالعې په وخت کې مو حواس خپله د حواسو د تمرکز په کلیمې را ټول و اوسي او د درس په اړه په څه پوه نه شئ. 

 

په دې توګه د مطالعه کولو په وخت کې ستاسې حواس بل ځای دي یا دا چې خپله د تمرکز په کلیمه را ټول دي او هڅه کوئ، ترڅو په زور سره تمرکز را پیدا کړئ. په دواړو حالاتو کې توپیر نه کوي، ځکه چې  په کتاب باندې تمرکز نه لرئ.

نو په دې توګه هغه شرایط باید وړاندې کړو، چې د حواسو د تمرکز لامل ګرځي، نه دا چې د حواسو د تمرکز په کلیمه باندې فکر وکړئ او په زور سره تمرکز پيدا کړئ. دغه کار به تاسې ته هیڅ ګټه ونه لری. د تمرکز د شرایطو برابرول د حواسو د تمرکز لامل ګرځي، نه په زور سره د حواسو را غونډول.

د یادداشت کتابچه

د مطالعې پر مهال اړینه ده، چې د یاد داشت کتابچه ولرئ، که چیرته مو کوم څیز ذهن ته را ځي او ستاسو د حواسو د تمرکز مانع ګرځي، ډير ژر یې یاد داشت کړئ. د بېلګې په توګه، که مو یاد ته راغلل چې چاته تیلیفون وکړئ، یا بل کار ترسره کړئ او یا هم کوم څیز را ونیسئ هغه په بېړه نوټ کړئ، تر څو فکر مو آرامه شي او هېر مو نه شی، وروسته په پوره دقت سره مطالعه وکړئ.

ډیره پوهه:

که چېرته د موضوع په اړه زیات مالومات ولرئ، د هغه په اړه به د مطالعې په وخت کې د حواسو تمرکز ولری، نو ځکه هرڅومره چې ستاسو مطالعه زیاته او اطلاعات مو پراخه و اوسي، ستاسې د حواسو تمرکز زیاتوالی مومي. 

د حواسو د تمرکز په اړه مو منفي فکر مه کوئ. هیڅکله مه وایئ، چې زه خواره واره حواس لرم او یا هم نشم کولای خپل حواس را غونډ کړم. که چېرته په خپلو خورو ورو حواسو عقیده ولرئ، نو لرې نه ده چې ستاسو ګډو وډ حواس به ورځ تر بلې زیاتیږي او د مطالعې پر مهال به ډیر کم تمرکز ولرئ. نو ځکه د حواسو تمرکز ته په مثبت لید سره وکورئ او وپوهېږئ، چې په اسانۍ سره د روزنې وړ دي.  

 ناخوداگاه وجدان

د حواسو د تمرکز د ښه والي لپاره له ناخود آګاه ضمیر څخه ګټه اخیستل

د مطالعې طریقه:

که چیرته مو د فعالې او ښې مطالعې لاره او طریقه درلوده، نو په پوره ډاډ سره وایم، چې د حواسوتمرکز به ولرئ.

نور شرایط:

د مطالعې نور شرایط، لکه په هدف باندې پوهېدل، قوي اراده، په نفس باور ، پلان جوړونه، ، نظم او ترتیب، د استرس یا فشار کموالی، روغتیا او سلامتي، خپل ځان هڅول، ،پوهېدل، د اندېښنو نه شتون، د مطالعې ځای، حتمی کېدل، د مطالعې وضعیت، آرامتیا، فاصله یا واټن، نه ستړي کېدل، ، د مطالعې وخت، د خونې رڼا، سالمه غذا… او د حواسو د تمرکز په زیاتوالي کې ډېر اغېزمن دي.

ژباړه او زیاتونه: محمد منیرسمسور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی