( درېیمه برخه)
شِمله کې نارینه پطلون اغوندي. د ښځو لباس یې زموږ غوندې دی، اوږده کمیسونه کوي.
خلک یې پاک او منظم ګرځي. ښه لباس کوي، اما غریبي هم لري د ځېنو لباس ساده وي او د غریبۍ نښې په کې له ورایه لیدلی شو.
په مخونو کریمونه او سُپیدی نه وهي، ساده او بې ارایشه ګرځي، ښه ښکاري. سړي یې ویښته سپور ساتي، د سر تېل په کې عام نه دي. اوبه یې یو څه خرابه دي، ویښته تویوي.
د کورونو سلیقه یې زما خوښیږي. په کور، د کور په مخې او په ټولو عامه ځایونو پام کوي او ډېر پاک وي. د کورونو په دیوالونو یی خیرې او کرښې نه وي، وخت وخت سره رنګ ورکوي.
په هر دېوال یې ښایسته تابلو ګانې لګولې وي. د بوټو او ګلدانیو په لرلو کې نامي دي. د کوټو او پخلنځیو المارۍ یې زبردستې وي.
خلک یې په سپیو او نورو حیواناتو ډېر مهربانه دي. د شپې چې کله قدم وهم، ګورم چې ځینې خلکو له کورونو خواړه راباسلې وي او په ډېره مینه د کوڅو او سرکونو سپي مړوي. په دې مهربانۍ کې د ماشومانو صحنې ډیرې ښایسته دي او یو بېل ښه احساس لري.
په ادارو کې یې هر څوک د خپل موقف او صلاحیت پر اساس خبرې درسره کوي، که پوښتنه دې ترې وکړه، خو ده پورې یی اړه نه درلوده ځواب نه درکوي همغه د اړوند موقف کس ته دې ورولي.
دا ټول یې یوې خوا ته خو د بسونو په تم ځای کې چې څوک لرې سیمو ته ځي، مخه ښه یې ډیره خوندوره وي.
د وصال له کیف سره به اشنا یاست خو د بېلتون او مخه ښې په وخت دې خدای درباندې د دوی مینه، خبرې، څهرې او انداز وګوري، وایې به واو!
موږ هلته قدم په قدم مرګ ګورو، خو څوک یو بل ته دومره پریشانه او خفه نه وي، اما دلته چې ښه ډیر امن دی یو بل یې یو ساعت په غیږ کې نیولي وي او زړه به یې ورپسې وچ درد کوي.
یوه جمله یې زموږ غوندې عامه ده:
په ځان ډیر پام کوه!