شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د شملې ننداره/ وحید زهیر

د شملې ننداره/ وحید زهیر

(دویمه برخه)

د شملې خلک بې غرضه دي. د هر چا خپل کار وي، چې څوک دې نه پیژنده سلام-کلام درسره نه کوي. که په لاره دې ملګری مخې ته راغی او هغه سره بل کس و، خپل ملګری به درسره ودریږي د حال و احوال پوښتنه به دې وکړي اما د هغه بل ملګری درسره عموما روغبړ نه کوي. زه بعضې ځای کې کوم قندول ماشوم وګورم چې د خبرو هڅه ورسره وکړم، راوګوري نه راته وخاندي او نه په قهر شي، خو غلی ځان چپ کړي.

د امنیت ستونزه نشته. که د شپې دوه بجې قدم وهې، چترۍ واخله او ووځه. پاکه هوا او پراخه اسمان کې بې وېرې او بې تشویشه قدم وهه.
سرکونه یی د غرونو او ځنګلونه منځ کې وتلي، ځکه تر ډېره یو طرفه او تنګ دي، موټرې تیزې ځي. که څوک ډریوري کوي، له مخامخ ډریورۍ یې باید شاته ډریوري ډیره ښه وي ځکه هر وخت دوه غټې موټرې سره مخامخ کیدی شي، مجبور یو په شا لاړ شي چې بل لار وکړي.

دوکانونو کې یې شل قسمه خوراکي باکیفیته شیان وي. دا خو خیر د ټول هند خبره ده، چې هر شی دې خوښ و، خوړلی یې شې او ساعت دې تیریږي.

د شِملې ننداره/ وحید زهیر

عامه ټرانسپورټ ضعیفه دی، بسونه پیدا کیږي خو مشخص وختونه او ځایونه لري. که شخصي موټر یا موټر سایکل درسره و صحيح ده ګنې پیاده باید وګرځې. په لاره ممکن ډیر سپي او شادیانې وي.

سپي د سرک غاړې ته پراته وي، پوهیږي چې هر وخت موټر راتلی شي. شادیانې د شپې کمیږي، خپلو ځایونو ته ځي. که شادي ته دې ډوډۍ ورکړه په یو دقه کې درباندې لس او دولس راتاویږي، کله کله درپسې سپي هم راشي او په ډیر معصومیت به درته ګوري، ډوډۍ غواړي. شپې ممکن کله کله شرابیان وګورې، روان ځنګیږي، ویره نه خو احتیاط په کار دی، د لارې بلې خوا ته که لاړ شې ښه ده.

خلکو په ځنګلونو او غرونو کې په ډیره ښایسته سلیقه کورونو جوړ کړي او له طبعیته خوند اخلي. د شپې چې قدم وهې له کورونو د یوې نیمې ارامې سندرې غږ راوځي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب