شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+آی پي اېل: چيناى هم لومړۍ بريا خپله کړه

آی پي اېل: چيناى هم لومړۍ بريا خپله کړه

تاند ( شنبه، د حمل ۲۸) د هند د سوداګریز لیګ (اى پي اېل) ۸مه لوبه کې چيناى سوپر کېنګز پنجاب کېنګز ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې چيناى د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه.

پنجاب کېنګز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ منډې وکړې.
شاه رخ خان ۴۷ او ريچارډسن ۱۵ منډې وکړې.

د چيناى لپاره بيا ديپک چاهار ۴ لوبغاړي يې وسوځول.

چيناى سوپر کېنګز لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۶ ام اور کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دوى له خوا معين علي ۴۶ او فاف ډوپلیسي ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادولو ده چې چيناى په خپله لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې وه، خو پنجاب بيا خپله لومړۍ لوبه ګټلې وه.

نن د اپريل په ١٧مه نېټه به په نهمه لوبه کې د ممبۍ انډينز او سنرايزر حیدراباد لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب