لومړۍ برخه:
شِمله د هند په شمال لویدیز کې غرنۍ سیمه ده، د هیماچل پردیش ایالت مرکز دی.
شِمله هند کې د ډيرو ګرمو سیمو برعکس یخه ده. ژمی په کې واوره اوري، هوا یې سړه وي خو پاتې نور موسمونه یې پاکه او ملایمه هوا لري.پسرلی په کې مسلسل موسمي بارانونه هم کیږي. ګرمي په کې نه احساسيږي. هر کس باید کور کې یوه چترۍ ولري، ځکه هر کله په کې باران راښکته کېدلی شي. خلک شِمله د ښایسته هوا او شین والي له امله د هند جنت ګڼي او همدې لپاره ډېر داخلي او خارجي سلانیان هم لري.
اتلسمه پيړۍ کې چې کله هند د انګلستان مستعمره و، د انګرېزانو دا ځای خوښ و، اباد یې کړ. ابادي یې اوس هم انګلستان مِثله ده. ډیره ابادي یې غونډۍ ماننده غرونه کې شوې. کورونه یې ښایسته برنډې لري، شپه و ورځ ترې پراخه اسمان لیدلی شې.
لوړې لوړې ونې او ځنګلونه لري. هواره ځمکه یې لږه ده، له یو سرک څخه چې بل سرک ته ځې نو یا به پورته ورخيژې او یا به ښکته کېږې. داسې زینې شته دی چې ۲۰۰، ۳۰۰ او ۴۰۰ پوړۍ لري. زموږ کور سره یوه ۲۰۰ پوړیزه زینه ده، چې ور وخيژو اخر کې ساه ساه اوسو. د غلا وېره په کې نشته، که د کور دروازه دې ۲۴ ساعته خلاصه وي، غل ورته نه راځي خو د بیزوګانو د داخلېدو وېره شته دی.
بیزوګانې درنه خواړه وړي، که خواړه یې پیدا نه کړل، امکان شته چې لوښي، کمپیوټر او یا نور وسایل درته مات کړي. بيزوګانې په کې ډیرې دي. د خلکو موټرې، موټرسایکلې او نور نقلیه وسایل شپه-ورځ د سړک غاړو ته ولاړ وي. سرکونه یې پاخه دي، د غرونو او ځنګلونو په منځ کې وتلي دي. خلک یې کم دي خو د ځینې ښارونو په څېر مکار او فرېبي نه دي، ډېر پاک زړي، مهربانه او مرستندویه خلک دي.
نر او ښځه په کې مطرح نه ده، ټول یو ځای زده کړې او کار کوي، د هر چا خپل کار وي، چې چا سره نه پيژنې، سلام-کلام درسره نه کوي.
ځينې خلک یې موږ ته وايي: حامد کرزي دلته زده کړې کولې، هغلته یې کور وو!
موږ ورته وایو: هو! پريټي زېنټا هم د دې ځای ده…
نور بیا!