جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه

ولسمشر غني د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه

تاند (سه شنبه د حمل ۱۷) د افغانستان حکومت ته د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د طرحې له وړاندې کېدو وروسته، نن ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه.

ارګ نن سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پرواګرام به سبا شپه د افغانستان د ملي ټلوېزیون له لارې او د ارګ پر خواله رسنیو خپور شي، «جمهوررئیس غني نن په چهارچنار ماڼۍ کې د سولې د لارې نقشې چارچوب تشریح کړ، بشپړه ویډیو به یې سبا شپه ۸:۰۰ بجې له ملي ټلویزیون او د ارګ له ټولنیزو شبکو خپره شي.»

په خبرپاڼه کې تر دې نور ډېر جزیات نن نه دي ورکړل شوي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ولسمشر اشرف غني یوه درې پړاویزه طرحه چې سیاسي ثبات، د سولې حکومت رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په هکله مشوره ورکول په کې شامل دي، چمتو کړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې سپارلې ده.

د معلوماتو پر اساس د سیاسي ثبات رامنځته کولو تر نوم لاندې د دغې طرحې لومړۍ برخه کې د وروستۍ بریا پر سر جوړجاړی، پر اوربند او د نړیوال نظارت پر سر هوکړه، د سولې دولت پر اصولو هوکړه، د نړیوال او سیمه‌ ییز ضمانت ترلاسه کول او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوه چوکاټ په هکله پلټنه او د لویې جرګې له خوا یې تاییدول، شاملېږي.

د دغې طرحې په درېیمه برخه کې د وروستۍ بریا لپاره د نقشې لار له طریقه د سولې ټینګښت په هکله بحث شوی، چې د اساسي قانون څرنګوالی، سیاسي جوړښت، عادي ژوند ته د کډوالو او بې ‌ځایه شویو بیرته راستنېدل، د امنیت او دولت رامنځ ته کول او همدارنګه د پرمختیا لومړیتوبونه شاملیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب