Homeخبرونهعبدالله: د جمهوریت پلاوی به د استانبول ناستې ته یوه ځانګړې طرحه...

عبدالله: د جمهوریت پلاوی به د استانبول ناستې ته یوه ځانګړې طرحه ولري

تاند ( سې شنبه، د حمل ۱۷ ) د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وایي، د نړیوالو او سیمه اییزو چارو د کمیسیون څلورمه ناسته نن د سه شنبه په ورځ په کابل کې جوړه شوه.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون وایي، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغانستان دولت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي او د نړیوالو هیوادونو او سازمانونو استازو ګډون درلود.

د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله دې ناسته کې وویل چې هڅه کیږي چې د استانبول په ناسته کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی ټول شموله او له یوې طرحې سره ګډون وکړي.

عبدالله عبدالله زیاته کړې چې سولې د طرحې د چمتو کولو کمیټه د یوې  طرحې په جوړولو کار کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون دغه راز زیاتوي چې د سولې د طرحې د مسودې د جوړولو او طرحو د یوځای کولو کمیټې کار دوام لري.

د مالوماتو له مخې د ۲۵ سیاسي ګوندونو او ملي مصالحې د عالي شورا د رهبرۍ غړو له خوا د سولې په اړه شاوخوا دېرش طرحې شورا ته وړاندې شوې دي.

ورته مهال د افغانستان ولسمشري ماڼۍ ویلي چې افغان چارواکو او سیاسیون نن په ارګ کې د سولې د نقشې د طرحې په اړه ګډه ناسته ترسره کړې ده.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، افغان ولسمشر د سولې لارې نقشه د غونډې ګډون والو ته په څرګند ډول تشریح کړه چې جزییات به یې ډیر ژر له رسینیو سره شريک شي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د استانبول ناسته د اپریل په شپاړسمه جوړه او لس ورځې به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...