دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام...

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو

تاند(سه شنبه، د حمل ۱۷) د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو دغه راز د سولې پر پروسې، د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر ساتلو او د سولې برخه کې پر راتلونکو ګامونو خبرې اترې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکی کنفرانس مهم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دا ناسته به د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پیاوړي کولو برخه کې هم رول لري.

د یادونې ده چې نن په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه ټولنه له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه نږدې درې میلیونه یورو مرسته کوي.

اروپایي ټولنې افغانستان سره د نږدې درې میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب