دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د رهبر د لاسونو کیف| نورالهدی بهیر

د رهبر د لاسونو کیف| نورالهدی بهیر

سهار لمرڅرک مهال د دفتر پر لور وخوځېدم، عمومي سړک د موټرو پر مخ بند و، د لویې جرګې خېمه کې د یو مړه رهبر تلین نمانځل کېده. په ټولنیزو رسنیو د یو بل رهبر د مظاهرو خبرتیاوې او ګوټ څنډنې ښکته پورته کېدې. د ښار واټونو کې د ژوندي رهبر شعارونه او د مړه رهبر عکسونه د هغوی له لسګونو صفتونو سره یو ځای راځوړند وو. نیمو خلکو د مړه رهبر په تلین ویر کولو، نیمو نورو بیا د ژوندي رهبر شعارونه ښکته پورته کول او نیمو نورو بیا په چوپه خوله په مجازي او حقیقي نړۍ د دې انډوخر ننداره کوله، د هېڅ لوري ننګه یې نه کوله او په خپل کار روزګار‎ او غریبۍ بوخت وو. زه هم د همدې ټولنې یو وګړی وم، له نورو بېل نه وم؛  خو خوښ په دې وم چې د درېیمې بې غرضه، خواريکښې او هڅاندې ډلې لاره مې نیولې وه. 

اندېښنه مې شوه، ما وې که لاره همداسې بنده وي، نن به بیا حاضرۍ ته ونشم رسېدای. څو شېبې پلی ولاړم، وړاندې ګڼ کسان د سړک په څنډه ولاړ وو او ټکسي چلوونکو سره یې له نورو لارو تر ښاره د ځان رسولو لپاره د پیسو پر سر چنې وهلې. زړه نازړه یوې سراچې ته ورپورته شوم. سوارلي والا د معمول په څېر غلي و، سراچه د ښار په تنګو کوڅو کې د مار په څېر تاوېده راتاوېده او په کچه لارو یې د ښار پر مخ پرته لاره لنډوله. څو شېبې وروسته، سوارلۍ خپلو کې خبرې پیل کړې. ټولو په حکومت، سیاسیونو، قومي ټیکه دارانو او د سیاسي کاروبار په مخکښو رهبرانو توندې نیوکې کولې. یو نیم پکې له قام، مذهب او سمت هم پښه اړوله او نورو بیا په کابل ښاریانو د مړه او ژوندي رهبر د پخوانیو جنایاتو سترګو لیدلی داستان بیاناوه. ځینو پر یو رهبر او ځينو پر بل خوله راخلاصه کړې وه؛ خو هېچا د مړه یا ژوندي رهبر ننګه نه کوله.

ما په چوپه خوله د نورې سورلۍ تبصرې او شننې اورېدې، په عمر پاخه موټروان غاړه تازه کړه او په لوړ غږ یې د سورلۍ د احساساتي مبصرینو تودې خبرې ټکنۍ کړې:” ځوانانو، رهبرانو د دې هېواد خلک په ژوند او مرګ ځورولي، روغ نظام یې په بل مخه چپه کړ، زموږ د عزت جګې غاړې یې د نورو سپېره در کې د هر کس او ناکس پر وړاندې د سوال څو روپیو ته ټيټې کړې. کاش په مرګ د دوی کیسه خلاصېدای؛ د دوی ناولو سیاستونو زموږ د خولې مړۍ زموږ د بچو په وینو رنګ کړه او در په در خاورې په سر یې کړو. ستاسو ځوانه جذبه او ملي احساس چې ګورم، وجود مې له خوښۍ ورېږدي او د دې ړنګ هېواد جوړېدو ته مې تمه پیدا شي. درې لسیزې وړاندې چې جګړې زموږ خاورین کلي وخوړل او موږ کالي کپړي پر شا د پېښور په خټینو کوڅو تر یبلې پښې مزلونو وروسته د مهاجرو سپېرو پنډغالو کې دېره شوو، هغه مهال د دغو رهبرانو بازار تر بل هر وخت ګرم و. له کمپلې، کېږدۍ، بورې، کلدارو، وسلو، راشن او جامو نیولې بیا تر ټولنیز رسوخ او نېک نامۍ پورې؛ هر څه له دغو رهبرانو سره د اړیکو او په پټو سترګو د دوی د اوامرو پلي کولو په بیه ورکول کېدل. پر دوی نیوکه د تقدس له پولې لوېدل وو.” 

خبره یې پسې وغزوله او موږ په تلوسه ورته غوږ غوږ وو: “زه هغه مهال نیږدې ۱۷ کلن تاند ځوان وم، غوږونو کې مې د جهاد آزانګې کړنګېدې، پلار مې د پېښور د صدر خیرن بازار کې موچي و، ماښام به یې د تمامې ورځې د مزدورۍ په پیسو څو وچې ډوډۍ په تخرګ کې رانیولې وې او ماسخوتن به مو له شنو شړومبو سره چړپولې. راشن، مرستې او د پېښور د غومبسو په څېر غوماشو له شره د خلاصون پشه خانې یوازې د قوماندانانو او مخورو کسانو په کورنیو وېشل کېدې. خو له دې ټولو محرومیتونو او د پلار د هرې شپې له یو کتاب نصیحتونو سره سره، ما د جهاد په تودو لیکو د ورګډېدو لاره نه پرېښوده. یو سهار مې په پټه ځان د یو نامتو جهادي ګوند د جلب او جذب تر نیږدې دفتر ورسولو، د ګوند د غړیتوب کارت مې واخیست او په پټه مې ګوندي جهادي فعالیتونو ته مخه کړه. پلار به مې د دیني درس او ښوونځي ویلو ټینګار کاوه، خو له ما په اوږو د راپرتو اوږدو څڼو، خړ پکول او طلايي کلاشینکوف نه شې دا هر څه هېر کړي وو. له مکتب به پټېدم او په جهادي تبلیغاتي غونډو کې به مې د انضباطۍ سپينه پټۍ تر مټ تړلې او بس یو نوم ورکی سر سپارلی سرتېری وم.  

یوه ورځ زموږ د ګوند د محبوب رهبر یوه لویه او شانداره غونډه جوړېده. له څو شپو راهیسې تیاریانې روانې وې. په ما ګنهګار بنده باور مه کړئ خو په لوی خدای باور وکړئ چې درې ورځې مسلسل مې ښوونځی ورته پرېښود. تر نیمو شپو مې هلته دلته د غونډې د تنظیم چارو کې منډې ترړې وکړې، د غونډې ورځ راورسېده، د غونډې ځای ته د بې کوره بې اوره مهاجرو افغانانو لیکې د تورو میږیانو په څېر راماتې شوې، د ګوتې اېښودو ځای نه و؛ زه چې په تندي او مټو مې د داسې شعارونو پټۍ تړلې وې چې په خپله یې هم په مانا نه پوهېدم؛ د وینا له دریځ سره نږدې مې ځان ځای کړ. رهبر راښکاره شو، د الله اکبر ملکوتي نارې پورته شوې، شعارونه بدرګه شول، ځمکه او آسمان له شوره ولړزېدل؛ رهبر اورنۍ وینا وکړه، انصار او مهاجر یاد شول، د غیرت او شهامت پېغورونه ورکړل شول، د جهاد او مبارزې احکام بیان شول، د جهادي ولولو له زوره د کرېملېن ماڼۍ رانسکوره شوه، خلک په جوش راغلي وو او د رهبر هره خبره یې په چیغو او شعارونو بدرګه کوله، زما ټوله هڅه دا وه چې په هر قیمت کېږي یو ځل ځان د رهبر خوا ته ورنیږدې کړم، لاس یې په لاس کې ونیسم، که تر پښو د لاندې کېدو وېره نه وه، له ابراهیمي مصافحې او د لاسونو ښکلولو له فیض یې برخمن شم. په ټېل ماټېل کې مې ځان د رهبر تر خوا ورسولو، د درې شپو بې خوبیو او ستومانیو ثمره مې ترلاسه کړه، د رهبر لاس مې په دواړو لاسونو کې ونیو، د ښکلولو فرصت نه و؛ خو د نوموړي د پختې په څېر سپین او تر ورېښمو نرم لاس مې تر ګوتو راغی. تر ستړي مشو وروسته، مې خپل لاس ټينګ سینه پورې راجوخت کړ، په یوه ساه د غونډې له ځایه راووتم، ما وې کوم دوست آشنا سره مخ نه شم او په لاسونو ستړي مشي راسره ونه کړي. لوړ ماذیګر مې ځان تر کوره ورسولو، د غرور په داسې نیلي سپور وم لکه پاني پت مې چې فتح کړی یا د میوند د معرکې ډګر مې ګټلی وي. سره له دې چې ستړی او بې سېکه وم، په خولۍ او جامو مې ګرد پروت و، ادې مې د تور چای ډکه پیاله مخې ته کېښوده؛ خو ما یې له څښلو انکار وکړ. شپه شوه، پلارجان مې له کاره ستړی ستومانه راغی، د ماسختن ډوډۍ راوړل شوه خو ما وچ قسم کړی و، چې په ډوډۍ به څکه ونه کړم. پلار او مور مې سخت په غوسه وو، بیا بیا یې د یو څه خوړلو ټينګار راباندې کاوه، خو ما چېرې منله. له یوې خوا وږی وم او له بلې خوا مې فکر کاوه چې که ډوډۍ ته لاس وراوږد کړم، له لاسونو به مې د رهبر د لاسونو کیف ولاړ شي، ترلاسه شوی فیض به لاسه ورکړم او له تبرک به خلاص شم. په همدې سوچ وږی تږی ویده شوم، په خوبونو کې هم په شعارونو او چیغو سر وم او د رهبر زړه وړونکې پګړۍ کې مې سترګې خښې وې. سبا سهار هم په نهاره ښوونځي ته ولاړم، په تفریح کې له ډېرې لوږې ضعف راباندې راتللو؛ خو بیا مې هم زړه د هغې وچې ډوډۍ خوړلو ته نه کېدو چې ادې مې د کتابونو بکسه کې راته اېښې وه؛ ځکه د رهبر د لاسونو کیف او فیوضات مې د لوږې تندې او هرې بلا په مخ کې سپر ګڼل.”

موټر ښار ته نیږدې په لاربندۍ کې مخ په وړاندې په سینه ښویېدو، موټروان سوړ اسوېلی وکېښ، غاړه یې تازه کړه او راغبرګه یې کړه:” ځوانانو! نن هم هماغه رهبر هماغه د ۳۰ کلونو مخکې په څېر سپين لاسونه، ښکلې پګړۍ پر سر او د لس ګونو ساتونکو له جوپې سره یو ځای په افغانستان او بهر نړۍ کې ګرځي راګرځي او د سیاست دوکان کې یې نوي توکي لیلام ته اېښي دي؛ خو زما او نورو زرګونو باستعداده ځوانانو ژوند یې تباه کړ. له ما تعلیم او مدرسه پاتې شوه، نن یوه خونه اولاد رادې غاړې دی او له ناچارې ورځې د دغې زړې سراچې موټرواني کوم. که یوه ورځ کار ته ولاړ نه شم، بېګا د خوړلو لپاره هېڅ نه لرو؛ خو د خدای شکر ځکه آدا کوم چې ننني تنکي زلمیان او پېغلې زموږ د نسل په څېر نه دي. د رهبر له خولې وتونکې هره خبره له لوح محفوظ رانازل شوی الهي کلام نه ګڼي، د خبرو ژورو ته ځي، د سیاست په ګرم میدان د هر چا ډول ته څڼې نه غورځوي، تحلیل او تدقیق یې مل دی، په دغو رهبرانو یې باور بایللی، د ژوند او مرګ په شعارونو یې نه غولېږې، په جیبونو کې پراته د جنت او دوزخ ټکټونه یې تر وخت تېر ګڼي، د خدای حقه لار او د باعزته ژوند منزل د دوی په شعارونو کې نه؛ بلکې د علم او ژورلید پر مټ د خدای د کلام په تفسیرونو کې لټوي، د دوی ګرمې ژمنې د پیتاوي غورې پرړې بولي او یوازې د تعلیم او زده کړو لار یې نیولې ده. اوس باوري یم چې دوې درې لسیزې وروسته به له خیره د دغو رهبرانو ځای یوازې د تاریخي جریاناتو آرشیف وي او زما بچیان او لمسیان به د ایډيولوژیو پر ګرداب له ورګډېدو وړاندې د خپلو زده کړو، ډوډۍ ګټلو او هېواد ساتنې لاره نیسي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب