Home+کابل کې له  ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو تمریناتي کمپ پيل...

کابل کې له  ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو تمریناتي کمپ پيل شو

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۷) د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې له لوري له نولس کلنو د کم عمره لوبغاړو لپاره کابل کرکټ لوبغالي کې تمریناتي کمپ پيل شو.

کرکټ بورډ وایي، له دې کمپ نه یې موخه د لوبغاړو د وړتیاوو لوړول دي.

د سرچینې په خبره دا کمپ به شاوخوا لس ورځې دوام وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي خپلمنځي لوبې کوي او د دوی د وړتیاو د لوړولو په خاطر به له دوی سره  د ملي لوبډلې لوبغاړي هم ولوبیږي.

دا تمریناتي کمپ داسې مهال پیلېږي، چې بل لورته بیا د کمال خان بند په ویاړ د کرکټ د ملي لوبډلې پنځمه لوبه د جمعې په ورځ په خوست ولایت کې ترسره کېږي.

په یاده لوبه کې دوه لوبډلې دي چې د یوې لوبډلې مشري ګلبدین نائب او د بلې لوبډلې مشري بیا رحمن الله ګربز کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...