دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد کمال خان بند په ویاړ د ملي لوبډلې ۵ مه لوبه...

د کمال خان بند په ویاړ د ملي لوبډلې ۵ مه لوبه خوست کې ترسره کېږي

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۷) د افغانستان کرکټ بورډ په خوست ولایت کې هم د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ يوه شل اوريزه لوبه ترسره کوي.

په دې لوبه کې ګلبدين نايب د کمال خان ډېم ډيويلپرز لوبډلې او رحمن الله ګربز د غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلمشري په غاړه لري.

دا د ياد بند په وياړ پنځمه شل اوريزه لوبه ده خو د تېرو لوبو سره په توپير د دواړو لوبډلو نومونه بدل شوي دي.

د کمال خان ډېم ډيويلپرز په لوبډله کې: «ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، عثمان غني، محمد شهزاد، سميع الله شينوارى، حشمت الله شهيدي، وفادار مومند، ظاهر خان، امير حمزه هوتک، سيد احمد شېرزاد، اکرام علي خېل، عبدالرحمن، فرمان الله ساپى، يمين احمدزى، نثار وحدت او خليل ګربز لوبېږي.»

او دغه راز د غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډله کې بیا: « رحمن الله ګربز (لوبډلمشر)، احسان جنت، نجيب الله ځدراڼ، شرف الدين اشرف، شاهدالله کمال، قېس احمد، افتاب عالم، فضل نيازى، يوسف ځاځى، ننګيال خروټى، ضيا الرحمان شريفي، حسيب لکڼوال، رحمان الله ځدراڼ، نعمت ځدراڼ او اکبر علي.»

د مسوولانو د معلوماتو له مخې دا لوبه به د جمعې په ورځ، د حمل په ٢٠مه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب