دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهروشن مخابراتي شبکه له آترا یو مليارد افغانۍ پوروړې ده

روشن مخابراتي شبکه له آترا یو مليارد افغانۍ پوروړې ده

تاند ( سه شنبه، د حمل ۱۷) آترا یا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره وایي، روشن مخابراتي شبکه له دې ادارې له یو ملیارد افغانۍ ډېر پوروړی دی.

آترا وایي، روشن مخابراتي شبکې د دوی د پرلپسې  غوښتنو، اخطاریو، او جریمو له وضع کولو وروسته بیاهم سرغړونې درلودې او له همدې امله یې پرې یو لړ محدودیتونه وضع کړل.

آترا په خپره کړې خبرپاڼه کي لیکي: « دغه تصامیم د اترا ادارې د پلان او ټولیز لاسرسي ریاست، مالي ریاست، حقوق و جواز ریاست، د احصائیې اوسټندرډونو ریاست د معلوماتو، مستندو راپورونو او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم قانون د شپږمې مادې د ۱ ،۵ ،۱۵ ،۲۵ ،۲۶ ،۲۸ بندونو، همدا راز د ۱۸ ،۶۵مې مادې په اساس له خپلو صلاحیتونو نه په استفاده د نواقصو د اصلاح لپاره کتبي هدایاتو صادرولو، جریمو تحصیل او د جوازونو د ځنډولو یا لغوه کولو په اړه صراحت لري، نیول شوې دي.»

ټول هغه تصامیم چې آترا د روشن مخابراتي شبکې په تړاو نیولي په لاندې ډول دي:

لومړی هدایت:

د روشن مخابراتي شبکه د دریو لوړ پوړو کارمندانو«اجرائیوي رئیس کریم خوجه، مالي رئیس امتیاز اسماعیل او عملیاتي معاون رئیس شفیع شریفي» چې په متواتر ډول یې اټرا ادارې ته ناسم معلومات ارایه کړي، په ژمنو یې عمل نه دی کړی، له مسایلو سره یې غیر مسلکي برخورد کړی دی او نور د ادارې د اعتماد وړ نه دي، سمالسي برطرفي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب