جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهاروپایي ټولنې افغانستان سره د نږدې درې میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه

اروپایي ټولنې افغانستان سره د نږدې درې میلیونه یورو مرستې ژمنه وکړه

تاند (سه شنبه د حمل ۱۷) اروپايي ټولنه له افغانستان سره د پورونو د پرې کولو په موخه نږدې درې میلیونه یورو مرسته کوي.

په کابل کې د اروپایي ټولنې استازولۍ نن سه شنبه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا دوه میلیونه او نهه سوه زره یورو مرسته د پورونو د کمېدو په موخه تر سره کېږي، څو پر همدې بنسټ د پایداره پرمختګ د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تر یوه حده د افغانستان لاسنیوی وشي.

په اعلامیه کې د دغې ټولنې د شارژدافیر ارنوټ پاوېلس له قوله راغلي چې دا مرسته په دې کورونایي وضعیت کې افغانانو ته ښه زېری دی، چې د ټولنیزو، روغتیایي او اقتصادي لګښتونو د پوره کولو په برخه کې اغېزناکه تمامېدای شي.

سرچینه زیاتوي کورونا ویروس د نړۍ ګڼ هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی پوروړي کړي دي.

د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلي سره له دې چې افغانستان ډېر پوروړی نه دی، خو د کورونا له امله مخ په ځوړ عواید د زیانمنتیا کچه پورته وړې ده.

اروپايي ټولنې دغه راز د هغو ۱۴۷ میلیونو یورو مرستې یادونه هم کړې چې د دې ټولنې له خوا د کورونا وبا د اقتصادي زیانونو د کنټرول لپاره افغانستان ته ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...