دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کونړ کې یو ۲۰۰ کلن لرغونی...

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کونړ کې یو ۲۰۰ کلن لرغونی جومات بیارغوي

تاند (سه شنبه د حمل ۱۷) د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په کونړ کې یو ۲۰۰ کلن لرغونی جومات بیا رغوي.

دا د حضرت غفران بابا جومات دی چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په ۸ میلیونه او ۱۳۰۰۰ افغانیو په خپل پخواني اصالت او بڼه رغول کیږي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي، د تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو خوندیتوب د دولت مهم لومړیتوب دی او هڅه به وکړي، چې په دغه ولایت کې ټول تاریخي او فرهنګي ځایونه بیا ورغوي.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس جنت ګل فدا په خبره، کونړ د تاریخ، هویت او فرهنګ بډایه درلودونکی ولایت دی چې د دغو  تاریخي آبدو یو هم د حضرت غفران بابا جومات دی چې د ۲۰۰ کلونو زیات تاریخي قدامت لري.

د ښاغلي فدا په خبره، د کونړ د ولایتي ادارې په غوښتنه دغه لرغونی جومات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې بیا رغول کیږي چې د یوه کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د جنت ګل فدا په خبره، د تاریخي او لرغونو ابداتو د ساتلو هڅو په لړ کې د وټه پور مولا صاحب بابا زیارت، د پېج درې د بارکنډۍ تاریخي جومات او ځینو نورو لرغونو سیمو تدارکاتي چارې هم بشپړې شوي او په نږدې وخت کې به یې عملي کار پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب