دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+اېل جي کمپنۍ د ځیرک مبایل تولید بند کړ

اېل جي کمپنۍ د ځیرک مبایل تولید بند کړ

تاند — اېل جي کمپنۍ اعلان کړی چې نور نه غواړي بازار ته نور مبایلونه وړاندې کړي. دې کمپنۍ ویلي چې په تېرو څو کلونو کې یې میلیاردونه ډالره تاوان کړی او سخته ده چې اوس یې جبران او بېرته په ګټه بدل کړي.

د جنوبي کوریا د مبایلونو دې شرکت داسې مهال د خپل ستر زیان په هکله اعلان کړی چې کورونا وبا د نورو برخو تر څنګ په ټوله نړۍ کې اقتصاد او سوداګرۍ ته هم سخته ضربه ورکړې ده.

یو شمېر رسنیو د اېل جي کمپنۍ په حواله ویلي چې دغه کمپنۍ په تېرو شپږو کلونو کې ۴،۵ میلیون ډالره خساره لیدلې او دا ورته ګرانه ده چې له سامسنګ او نورو کمپنیو سره رقابت ته دوام ورکړي.

د یادونې ده چې دې دې کمپنۍ تر اوسه د خپل ماتې په هکله کوم واضح دلیل نه دی وړاندې کړی، چې د مبایل یې کمزوري و، کنه د مارکېټ ونډه یې کمزورې وه چې دومره تاوان یې کړی دی.

بله خوا د اېل جي کمپنۍ یو ښکاره علت په نړۍ واله کچه د سامسنګ کمپنۍ مخ پر بره تګ و، چې دا کمپنۍ یې پر شا وتمبوله.

اېل جي کمپنۍ وایي، خپلو لسګونه کاریګرانو ته به په نورو اداراتو کې دندې پیدا کړي او خپل نیم دفترونه به د مصارفو د را کمولو په موخه وتړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب