جمعه, سپتمبر 27, 2024
Home+پېغور| حسینه عارف

پېغور| حسینه عارف

په ناڅاپي ډول مې د ملمستیا ناستو مېلمنو ته پام واوښت، خپل منځ کې یې مجلس وو، منځ منځ کې به دچای غړپ وکړ او خواږه به ورسره خولې ته کړل، ناستې ټولې ښځې وې، د یوې نجلۍ دوژلو فتوا یې سره ورکړه، چې ګواکي وژل یې حتمي دي.
ـــ یوې ویل خدای دې داسې نجلۍ نه ستروي، چې دپلار شمله، دمور پړونۍ او د ورور پټکۍ په سپک شي.
ــــ بلې په ځواب کې ویل خدای دې موږ وساتي، شکر چې لور نه لرم، خو داسې که زما لور کړي وی، ویشتل یې رواه وو.
ــ بلې ورغږ کړ ورور یې بې غیرته دی، نیغ ټټر ګرځي دکور کلي په شرم څه خبر دی.
زما څنګ ته مېرمنې ورغبرګه کړه.
ــــ خورې وایي اوس یې ماشوم په نس دی.
دامېرمنې ټولې نالوستې نه وې، بلکې لوستې هم ورسره هم غږې وې. مجلس یې پټ وو، ټولو کې ګډون نه درلود، یوبل سره یې نیمې خبرې په سترګو کې کړې او یوې یوې به سمدلاسه لاس خولې ته کړ، د ویش ویشششش…. ویلو سره به لاس دیوال ته یوړ، توبې به ایستلې، دوی توبې پیل کړې او سرونه یې غوځول زه ورلنډه شوم دڅنګ ناستې مېرمنې ته مې ورو وویل نجلۍ څه کړي؟
ـــــ خوله یې رالنډه کړه، زموږ کلیواله ده، څو اونۍ دمخه دبل ولایت هلک غوښته، په وار وار یې مرکه وکړله، خو کورنۍ یې ونه منله، نجلۍ بېشرمه وه، اخر یې لاره ورسره دتېښتې جوړه کړله، څه موده مخکې یې پته ورونو پیدا کړله، خو هلک طالبانو کې هم پېژندل او دولت کې هم، ددوی زور نه په رسیدو، وایي خور یي راوستله چې بښنه مو ورته کړې، بې غیرته خلک دي، تښتېدلې مېړوښه ته یې کور کې ځای ورکړئ.
دمجلس پای وو، ناستې مېرمنې سره خورې ورې وې، خپل خپل دستکولونه، چادرۍ او ټکري یې رااخیستل، زه لا ناسته وم، مخې سره مې ددوی پښې وې، ولاړې وې، دتګ چمتوالۍ وو، کوټه کې شور وو، چا ویل موبایل دې پاتې نشي، چا ویل بل ځل راځم بیا شپه کړم، چا مخونه ښکلول او تګ کې وو، یوې یوې خو په اشارو یوې بلې پسې پسخند کړو، همدې کې دروازې نه یوه دنګه نجلۍ راننوتله، ستر پړونۍ یې تر لاس تاو کړئ وو، ووړ نازک ګاچ یې په سر وو، بل لاس یې خبرې کړې.
ـــ مور ته یې غږ کړ ابۍ، وه ابۍ (زري) یې وایي وژلې او وروڼه یې امنیت نیولي.
له واره پوښتنې پیل شوې!
ـــ څنګه؟ چېرته؟ چاویل؟
ددوی پریشاني، خفګان، اندېښنه له ورایه څرګند وو. هغو چې لږ دمخه دمرګ غوښتنه ورته کوله، اوس له واره په خواشینې شول، اندېښمن شول …
ــــ نجلۍ په وارخطایئ ویل قسم مړه کړې یې ده، وایي په دوکه یې راوستلې وه، چې بښنه مو ورته کړې، بیا یې پټه وژلې اوس یې مېړه ته وایي، چې زموږ نه هم تښتېدلې، خو وروڼه یې بند کې دي، یوه خو یې اقرار کړئ، چې کلي ته مو بوتلله له ښاره لرې، هملته مو دشپې شپې نه دپزې پېزوان پرې کړ، هغې نړۍ ته مو ولېږله، دا بې غیرتي چېرته دزغملو وه، جومات، کور، کلي کې خلکو راپورې خندل، دناموس پېغورونه یې راته کول، ددې دلاسه نه ښادۍ ته تللئ شوئ نه مړي ته، له مجبورې ورځ مو دشپې شپې نه په ډزو راواړوله، ولاړو مېرمنو دم په دم دهلک دبند غځېدلو خبرې پیل کړې.
ــــــــ خدای یې دې وشرموي، څنګه یې زړه شوی دومره ښکلې خور وولي.
ــــــــ بلې ویل الله څنګه به وژلې وي دده لاس دې مات شي، اولاد یې دې خور په څېر شه، خور وه، ځکه خو یې وژله لور نه وه چې وبښي.
ـــــــ هغه چې دمخه دنجلۍ په مرګ رضا وه، اوښکې یې پاکولې چې ځوان جانه وه، ښکلا یې ټول کلي کې نه وه.
ـــــــ بلې ویل خدای دې ورور نه خلاصوي امنیت والا ورته ټوکه ښکارېدل، د وژلو خو نه وه.
ـــــــ بلې ویل ټول په خفه دي، مړۍ یې لا ورک دی. الله دې موږ وساتي.
دڅوڅو او وش وش اوازونه وو، دکوټې هره خوا خاموشی خپره وه، خو افسوس نجلۍ دخلکو پېغورنو ووژله، خفګان وو، پریشاني وه، ژړاوې وې، خو پښیماني او ملامتیا نه وه، هېچا څوک ملامت نه کړل، هېڅوک په خپلو خبرو شرمیدلي او پښېمانه نه وو، همدا ټولنه چې د چهارپایي څلور پایې په اوږو ږدي او اوښکې تویوي، همدې ټولنې وهڅاوا مړه یې کړي، ددوی پوچ ذهنونه او پوچې عقیدې کورونه ورانوي او بیا یې په ورانولو ساندې، کوکې او نارې وهي. ددوی دومره زر بدلون حیرانه کړم، هېڅ پوه نشوم انسان ولې دومره کم عقل دی؟
دکومې ټولنې له پاره چې زموږ ښځې خپل ژوند خرابوي، پوچو او رټل شوو کلتورونو ته د خدای او رسول څخه ډېر اهمیت ورکوي په اصل کې داټولنه یوازې نندارې کوي، دچا د درد او خوښۍ احساس هډو ورسره وي هم نه، بس خولې خلاصې او سترګې پټې ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب