Homeخبرونهولسمشر غني په کابل کې د پروستات عملیات وکړل

ولسمشر غني په کابل کې د پروستات عملیات وکړل

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۸) ولسمشر محمد اشرف غني‌ وايي ‌چې په کابل کې یې د پروستات عملیات په کامیابۍ سره تېر شول.

ښاغلي غني سه شنبه ماخوستن پر خپله فېسبوک پاڼه د خپل عملیات د کولو خبر خپور کړی دی او ویلي یې دي چي  لیکلي دي چې دا عملیات یې په کابل کې د «شهید سردار محمد داود خان په روغتون کې د دغه روغتون د مجربو ډاکترانو له خوا» شوي‌ دي.

نوموړي د دغه روغتون له ډاکترانو مننه کړې چې کامیاب عملیات یې ترسره کړل.

https://www.facebook.com/ashrafghani.af/posts/10158677525738292

خو ولسمشر د خپلې روغتیا په هکله چې اوس څنګه دی، په خپله فېسبوک پاڼه څه دی ویلي او دا هم معلومه نه ده چې ولسمشر له څومره وخت راهېسې د پروستات ناروغي ‌لرله.

د ډاکترانو د معلوماتو پر اساس پروستات یو ډول غده او غوټه ده چې د عمر په تېرېدو سره غټیږي او د انسان د متیازو (باولې) لاره بندوي او ستونزې ورته پیدا کوي.

که څه هم په افغانستان کې دا ډول عملیات د خېټې د څېرې کولو له لارې کیږي، خو معلومه نه ده چې د ولسمشر غني عملیات څه ډول شوي ‌دي، خو په ځینو پرمختللو هېوادونو کې بیا دا ډول عملیاتونه د خیټې له څېرې کولو پرته هم ترسره کېږي.

د یادونې ده چې یو شمېر افغانان د پیچلیو عملیاتو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، خو ولسمشر غني په کابل کې د ننه عملیات وکړل.

د نظر خاوندان وايي ولسمشر غني دا عملیات ځکه په کابل کې وکړل چې په کور د ننه په ډاکتراتو د خلکو باور زیات شي او هغه کارونه چې په خپل وطن کې کېدونکي وي نه باید په نورو هېوادونو کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...