جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهناټو یو ځل بیا له افغان پوځ او سولې د ملاتړ ژمنه...

ناټو یو ځل بیا له افغان پوځ او سولې د ملاتړ ژمنه وکړه

تاند (چهارشنبه د حمل ۱۸) ناټو یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او له افغان پوځ او سولې ملاتړ ته ژمن دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټيکورو د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره لیده کاته کاته وکړل.

په اعلامیه کې د د پونټیکورو له قوله راغلي، دوی په افغانستان کې د یوه دایمي ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزیر هم په دې لیدنه کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو له وروستي ملاتړ مننه وکړه او د ناټو غړي هېوادونه یې د افغانستان نږدې ملګري وبلل.

په اعلامیه کې دغه راز راغلي چې دواړو لوریو په ترکیه کې د افغان سولې په هکله جوړېدونکي کنفرانس ته په اشارې د دوه اړخیزو همکاریو په اهمیت او د ناټو په ګډون، د افغانستان، سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو تر منځ پر ګډو هڅو خبرې وکړې او د سولې د بریا په هکله یې د دوامداره سلا مشورې پر اړتیا ټینګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې سټیفانو پونټیکورو وویل چې دوی د سولې په برخه کې همکار دي خو تر څنګ یې د افغان پوځ ملاتړ او له دوی سره همکاریو ته هم ژمن دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب