جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد سیاوش پلار د خپل زوی د قاتلینو پرنیول کېدو باوري نه...

د سیاوش پلار د خپل زوی د قاتلینو پرنیول کېدو باوري نه دی

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸) د ژورناليست یما سیاوش پلار وایي، د سیاوش د وژل کېدو د قضیې په اړه د حکومتي چارواکو ضد او نقیض څرګندونو ته په پام د هغه د قتل د عاملینو پر نیولو کېدو باور نه لري.

هغه ویلي، د افغانستان بانک د مسوولانو له لوري د دې پېښې په اړه د جزیاتو پټ ساتلو او د قتل په تور د امنیتي مسوولانو ضد او نقیض څرګندونو ته په پام، په دې برخه کې د حکومت پر ژمنو باور نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ولسمشر مرستیال امرالله صالح اعلان وکړ، چې د یما سیاوش د وژل کېدو اصلي عاملین یې نیولي دي.

امرالله صالح وايي چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده او دا کسان د ژورنالیست یما سیاوش په ګډون د ګڼ شمیر کسانو په وژنو او چسپکي ماین چاودنو کې لاس لري.

افغان حکومت تر دې وړاندې هم د یما سیاوش په قضیه کې د ځینو کسانو د نیولو خبره کړې وه، خو د نوموړي د کورنۍ غړي وایي، چې دوی پر شوو پرمختګونو قناعت نه کوي.

د یما سیاوش کورنۍ ادعا کوي چې حکومت ددې قضیې د څېړلو په برخه کې اړینه همکاري نه ورسره کوي.

د یادونې ده چې د یما سیاووش کورنۍ څه موده وړاندې د ملګروملتونو له سازمانه غوښتي وه، چې د سیاوش د وژنې د دوسېې په ارزولو کې مداخله وکړي.

یما سیاوش د روان کال د لړم په میاشت کې له خپلو دوو همکارانو سره د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب