جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد یما سیاووش قاتلین ونیول شول

د یما سیاووش قاتلین ونیول شول

تاند(چهارشنبه، د حمل ۱۸) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایی چې امنیتي ځواکونو په کابل ښار کې د طالبانو ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.

امرالله صالح زیاتوي چې دغې ۱۱ کسیزې ډلې د ژورنالیست یما سیاوش په ګډون د ګڼ شمیر کسانو په وژنو او چسپکي ماین چاودنو کې لاس درلود.

افغان حکومت تر دې وړاندې هم د یما سیاوش په قضیه کې د ځینو کسانو د نیولو خبره کړې وه، خو د نوموړي د کورنۍ غړي وایي چې دوی پر شوو پرمختګونو قناعت نه کوي.

د یما سیاووش کورنۍ ادعا کوي چې حکومت ددې قضیې د څېړلو په برخه کې اړینه همکاري نه ورسره کوي.

د یادونې ده چې د یما سیاووش کورنۍ څه موده وړاندې د ملګروملتونو له سازمانه غوښتي وه چې د سیاووش د وژنې د دوسېې په ارزولو کې مداخله وکړي.

د یما سیاووش پلارمحمد داوود سیاووش، له یو شمېر خبریالانو او د مدني ټولنې له غړیو سره په ګډه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ته یو لیک لیږلی و.

یما سیاووش د روان کال د لړم په میاشت کې، له خپلو دوو همکارانو سره د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب