جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو د سولې لپاره د ولسمشر له طرحې سره مخالفت ښودلی

طالبانو د سولې لپاره د ولسمشر له طرحې سره مخالفت ښودلی

تاند ( چهارشنبه، د حمل ۱۸) وسله والو طالبانو د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره انتخاب دی.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردک ویلي، که د دوحې هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، افغانان به ژر سولې ته ورسېږي.

 هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې که د دوحې له هوکړې سرغړونه کېږي، د هر راز بدو پایلو مسوولیت به د مقابل لوري پر غاړه وي.

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښيي چې تېره ورځ د افغانستان حکومت ته د افغان سولې لپاره د زلمي خلیلزاد د طرحې له وړاندې کېدو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سولې د لارې نقشه تشرېح کړه.

ارګ تېره ورځ سه شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې دا پرواګرام به چهارشنبه د شپې د افغانستان د ملي ټلوېزیون له لارې او د ارګ پر خواله رسنیو خپور شي.

له دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ولسمشر اشرف غني یوه درې پړاویزه طرحه چې سیاسي ثبات، د سولې حکومت رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په هکله مشوره ورکول په کې شامل دي، چمتو کړې او د ملي روغې جوړې عالي شورا ته یې سپارلې ده.

د معلوماتو پر اساس د سیاسي ثبات رامنځته کولو تر نوم لاندې د دغې طرحې لومړۍ برخه کې د وروستۍ بریا پر سر جوړجاړی، پر اوربند او د نړیوال نظارت پر سر هوکړه، د سولې دولت پر اصولو هوکړه، د نړیوال او سیمه‌ ییز ضمانت ترلاسه کول او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د یوه چوکاټ په هکله پلټنه او د لویې جرګې له خوا یې تاییدول، شاملېږي.

د دغې طرحې په درېیمه برخه کې د وروستۍ بریا لپاره د نقشې لار له طریقه د سولې ټینګښت په هکله بحث شوی، چې د اساسي قانون څرنګوالی، سیاسي جوړښت، عادي ژوند ته د کډوالو او بې ‌ځایه شویو بیرته راستنېدل، د امنیت او دولت رامنځ ته کول او همدارنګه د پرمختیا لومړیتوبونه شاملیږي.

1 COMMENT

  1. د ټالبانو او امریکایانو هوکړه لیک د افغان سولې په هکله کوم شی ندې ویلي . هلته یواځې د امریکایی قوواوو وتل او یو پربل د نه تعرض مسایل راغلي .
    له ملا نعیم وردک نه پوښتل کیږي چې د افغانستان له دولت او ولس سره به ستاسو سیاست څنګه عملي کیږي . آیا تاسو غواړئ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره خبرې وکړي ؟
    یا بې قید او شرطه تاسو ته تسلیم شي ؟
    او که ټالبان او پنجاب غواړي د جګړې له لارې د هېواد واک ترلاسه کړئ؟
    که ټالب غواړي د افغانستان اسلامي جمهوریت سره خبرې او مذاکرې وکړي ، نو هغه خو ستاسو کبرجنو له خوا د بزدلي او ډار له امله دوام ندی کړی، ځکه چې تاسې په دیپلوماسي او مرکو نه پوهېږئ .
    بې قید او شرطه تسلیمي د میلیونونو انسانانو د خود کشي په معنا ده چې ولس نه غواړي داسې ذلیل عمل تر سره کړي .
    او که د جګړې دوام غواړئ ، جګړه خو دا 42 کاله ستاسو په شمول له پنجاب او د هغوی له مړتتو مزدورانو سره روانه ده . اوس پوښتنه داده چې تاسو ځانونه افغانان بولئ او که د پنجاب اجیره ملیشه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب